افغانستان

غزني کې ۲۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د یو شمېر پروژو د پلي کېدو له لارې یې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته کاري زمینه برابره کړې ده.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په خواجه عمري او مالستان ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۱۸ کانالونو او حوضونو د جوړولو پروژو په پیل سره ۲۰۶۵ کسانو په کار ګومارلي دي.

ددې پروژو لګښت چې ټولټال ۳۲ ملیونه افغانۍ اټکل شوی د (DRC) مؤسسې له مالي بودیجې څخه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا حاکمیت له پیل سره سم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د پلازمینې کابل په ګډون په ټول هېواد کې لسګونه زره کاري فرصتونه ایجاد شوي او کسان ورباندې ګومارل شوي دي.

تیره ورځ هم ددې وزارت مرستیال فضل الباري فضلي په کابل کې د یوې پروژې د پرانستې پرمهال وویل، چې د کار په بدل کې د غنمو ورکولو پروسې په تطبیق سره یې یوازې په کابل ښار او ولسوالیو کې ۵۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x