افغانستان

کابل امنیه قومندانۍ تیره اونۍ ۹۱ تنه د مختلفو جرمونو په تور نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): کابل امنیه قومندانۍ په تیره یوه اونۍ کې شاوخوا ۹۰ تنه د مختلفو جرمونو په تور نیولي دي.

د اسلامي امارت ویاند او د کورنیو چارو وزارت د خپرونو معین ذبیح الله مجاهد وايي، چې دغه کسان یې د کابل ښار له مختلفو برخو او ولسوالیو څخه د عملیاتو پرمهال د قتل، غلا او انسان تښتوونې په ګډونو مختلفو جرمونو په تړاو نیولي او دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې وسله والې غلاوې، بمي چاودنې او د انسان تښتوونو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

نن د پنجشنبې په ورځ هم د کابل ښار کارته پروان او د مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزارت ته څېرمه دوه جلا بمي چاودنې شوي، چې تراوسه یې د تلفاتو په هکله چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x