روغتیا

پاک-افغان همکارۍ فورم: کابل او خوست کې مو د سترګو ۵۳۰ عملیات کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د پاک-افغان همکارۍ فورم وایي چې د تېرې یوې اونۍ په وړیا کمپ کې یې د خوست او کابل په روغتونونو کې ۵۳۰ د سترګو وړیا عملیات ترسره کړي دي.

د پاکستان له لوري شاوخوا شل ډاکټرانو د نومبر له ۱۸مې تر ۲۰مې نېټې د خوست په روغتیا دفتر کې د ۳۲۴ ناروغانو د سترګو عملیات ترسره شوي او ۲۶۷۰ نور ناروغان په وړیا توګه معاینه شوي دي.

دغه کمپ چې د نومبر په ۲۲مه ۲۳مه او ۲۴مه د کابل په جناح روغتون کې هم ترسره شو ۲۰۶ عملیات ترسره کړي او ۵۴۵۰ نور د سترګو ناروغان معاینه شوي دي.

د پاک-افغان همکارۍ فورم PACF وایي چې دغه موده کې یې ټولټال ۸۱۲۰ ناروغان معاینه کړي او د ۵۳۰ ناروغانو د سترګو عملیات ترسره کړي دي.

دغه فورم زیاتوي چې د انساني خدمتونو په موخه به په افغانستان کې په وړیا توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x