ورزش

ځاځي او ګربز د ټي ټين لیګ په پرلپسې لوبو کې پنځوسیزې ووهلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ابو ظبي په لس اوریزو سیالیو کې د افغان توپ اچونکو له برخې حضرت الله ځاځي او رحمان الله ګربز په زړه پورې توپ وهنه وکړه او په دوه بېلا بېلو لوبو کې یې پنځوسیزې ووهلې.

حضرت الله ځاځی چې په یاد لیګ کې د بنګلا ټایګرز له لوري لوبیږي د خپل سیال لوبډلې پر وړاندې ۵۹ منډې جوړې کړې او لوبډلې ته یې بریا ورکړه. نوموړي ټول ۲۶ توپونه ولوبول چې ۵ شپږیزې او ۳ څلوریزې په کې شاملې وې.

د حضرت ځاځي لوبډلې بنګلا ټایګرز د ډیکن ګلاډيټر لوبډلې د ۱۱۶ منډو هدف د لسو ویکټو په توپیر په ۸م اور کې بشپړ کړ، چې حضرت ځاځی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

بل لوري ته د افغان ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکی رحمان الله ګربز چې په ټي ټين لیګ کې د ډهلي بولز لوبډلې له لوري لوبیږي د خپلې لوبډلې په ګټه په زړه پورې ۷۰ منډې جوړې کړې.

هغه ددې لپاره یوازې ۳۲ توپونه ولوبول او د ۵ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته یې دغه ټورنمنټ سږني سیزن کې زیاتې انفرادي منډې جوړې کړې.

د ګربز لوبډلې ډهلي بولز خپل سیال نارترن واریئرز لوبډلې ۱۲۸ منډې هدف په وروستي اور کې د ۸ ویکټو او یو توپ په توپیر بشپړ کړ. د لوبې غوره لوبغاړی رحمان الله ګربز ونومول شو.

ځوان ګربز تر دې دمه د یاد لیګ دوهم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی، هغه په ۶ لوبو کې ۱۶۴ منډې کړي دي.

د یادونې ده چې د ابو ظبي ټي ټين لیګ له تېرې یوې اونۍ راهیسې په عربي اماراتو کې پېل شوی چې ۶ لوبډلې په کې ګډون کوي. په یاد لیګ کې د نړۍ له بېلا بېلو برخو لوبغاړي لوبیږي چې یو شمېر افغان لوبغاړو هم په کې خپلې وړتیاوې ثابتې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x