افغانستان

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د افغان حکومت نوې هڅه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان نومول شوي استازي سهیل شاهین له روسیې څخه غوښتي چې په یاد سازمان کې د افغانستان د دایمي څوکۍ په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي.

د روسیې نیمه دولتي خبري آژانس «ټاس» د راپور په اساس سهیل شاهین ویلي، چې د افغانستان حکومت له روسیې سره ښې اړیکي لري او له همدې امله تمه لري چې د ملګرو ملتونو د اعتبار لیکونو په کمیټه کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د هغه له نوماندۍ څخه ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې اګست میاشتې له پنځلسمې او کابل څخه د پخواني رژیم د ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو له تېښتې وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت واکمني ټینګه ده؛ خو بیاهم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته یې لاره نه ده موندلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

له روسی څخه کمک غوښتل هغه روسیه چی زمونږه تر دوه میلونه پوری خلک یی شهیدان یا معیوب کړل. ماینونه یی لا تر اوسه زمونږه له خلکو سره په جګړې کی دی او بعضی اوقات زمونږه خلک معیوبه وی. په هر صورت زه شاهین ګرم ندی او باید ورڅخه مرسته وغوښتل شی. د پاکستانی د اقتصاد د وزیر نوی خبری په یاد لری چی ټاپی د پروژی په باره کی یی ویلی دی. هغه وایی اوس یی وخت ندی او ټاپی پروژه باید وځنډول شی ځکه چی منطقه کی ثبات او امنیت نشته. ټاپی پروژه ته د ټول ملت سترګی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x