افغانستان

د صفونو د تصفيې کمېسيون: د اسلامي امارت له ليکو سلګونه مفسد او ناکاره کسان ايستل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت د صفونو د تصفيې کمېسيون مشر مفتي لطيف الله حکيمي وايي، د اسلامي امارت له ليکو يې تر اوو سوو زيات مفسد او ناکاره کسان ايستلي دي.

د صفونو د تصفيې کمېسيون له تېرې مياشتې راهيسې د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد په ګڼو سيمو کې د تصفيې چارې روانې کړي او تر اوسه يې له ۷۰۰ زيات «مفسد او ناکاره» کسان د اسلامي امارت له ليکو ايستلي دي.

مفتي لطيف الله حکيمي وايي، هېڅوک حق نه لري، چې د ولس په مبایل او نورو شخصي چارو کې لاسوهنه وکړي او يا يې هم د ږيرې او ظاهري قيافيې له امله وځوروي.

د اسلامي امارت نور مسؤولين او چارواکي هم وخت پر وخت ټينګار کوي، چې دله‌ګۍ مشران او قومندانان بايد له ځان سره داسې کسان ملګري نه کړي، چې په اخلاقي او ديني فساد ککړ وي او يا د ولس د ځورولو لامل کيږي.

د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد هم څو ورځې مخکې په يوه غږيز پيغام کې پر خپلو مسؤولينو غږ کړی و، چې د صفونو د غټولو پر ځای بايد د خپلو مجاهدينو تربيې او روزنې ته پاملرنه وکړي او هېڅکله يوازې د صفونو د غټولو هڅه ونه کړي.

د کورنيو چارو وزير خليفه سراج الدين حقاني هم وړمه ورځ په يوه غږيز پيغام کې د اسلامي امارت پر مجاهدينو غږ کړی و، چې تر هر څه زيات د خپلو صفونو د پاکولو لپاره توجه وکړي او د تصفيې کمېسيون له استازو سره د صفونو په پاکولو کې مرسته او همکاري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

ایستلو لپاره طرح او معیار جور کری بیا یی توله زایو ته واستوی وخت ورته کیژدی وروسته مسلسله د تطبیق ارزیابی شروع کری. طرحه کی د سرغرونی مجازات باید ذکر وی

طوطی

ښه خبره ده خو دا وسلو قاچاقبران به څنګه کیږی؟ پکتیکا M4
ماته خو سله خرڅوونکی او مرده ګاه ښځه خرڅوونکی یوه معنی لری. امریکایی هاموی ټانکونه مستند پاکستان ته روان دی. پخوانیو مجاهدینو څخه سنتګر راکټونه په مفته واخیستل خلک هیله لری چی طالبان پدی ناروا او بی غیرتی تجارت کی شامل نشی.

اسلام زنده باد

طالبانو کی دیر شه خلک شته، دیر مخلص او ساده افراد لری خو داسی یو تعداد بی ضمیره خلګ شته پکی چی حتی خپله مور یی لاس برشی خرسوی یی. شه مثال د وسلو قاچاقبران دی. فقط دوه یا دری نفره ی را زورند کری البته که شریعت جواز وی. طالبانو کی دغه رقم خلک له طالب خخه نفرت سخت زیاتوی. دا دله تر دیره په حقانی شبکه کی شته. د حقانی شبکی یو تعداد مطلق جاسوسان دی دا باید تصفیه شی که سه هم ناممکنه ده.

Sayed

د افغانستان اسلامي امارت امارت اسلامي افغانستان   د عدليې وزارت وزارت عدليه   د دفتر رياست د سندونو او ارتباط لوی مديريت   شميره : ۲۴۰ / 240 نېټه : ۵ / ۴ / ۱۴۴۴ هـ ق   د لوګر محترم والي صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته،   السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، د هر ولايت د عدليې رياست په تشکيل کې د حقوقو، قضايای امارت او حقوقي مرستو آمريتونه شتون لري. دغه آمريتونه له دې امله چې له خلکو سره يې سره او کار دی، مهم آمريتونه دي، نو لازمه ده چې د دغو آمريتونو په… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

اوتی بوتی او چټیات او خزعبلات، لږ شرم ښه شی ده.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x