افغانستان

کابل: چاودنې د ملي اردو اتو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده

نن ټکی آسیا(دوشنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۳): د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د کابل په جنوب کې د سړک د غاړې بمي چاودنې د ملي اردو څلور عسکر وژلي او څلور نور يې سخت ټپیان کړي دي.

د دفاع وزارت په نننۍ خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه چاودنه د کابل په جنوب کې د موسهي ولسوالي په مربوطاتو کې نن سهار هغه وخت رامنځ ته شوه چې د ملي اردو عسکر په خپل موټر کې د ګزمې په حال کې و.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی. مګر د دفاع وزارت چارواکي وايي چې دغه بمي چاودنه طالبانو ترسره کړې ده او زیاته کړې يې ده چې دغه ډول بریدونه به د دوی په روحیه تاثیر ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل اړوند امنیتي وضع مخ په خرابېدو ښکاري او څو ځلې د ښار په منځ کې د ملي اردو یا هم نورو نظامي ځواکونو په موټرو سرتېري بریدونه شوي دي.
چې د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت مسوولین يې علتونه سیاسي ګډوډۍ په ګوته کوي.

یاده دې وي چې د طالبانو سږني د خیبر په نامه عملیات تېرو کلو ته په کتو خورا پراخ دي. د چارو د شنونکو له قوله سږنی لمریز کال چې نږدي نیمايي ته رسېږي بې له شکه د طالبانو د بریا کال و. چې یواځې په پنځو میاشتو کې يې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې سلګونه تنه دولتي مسوولین د ځانو ملګري کړي دي، پر دې سربېره په نظامي ځواکونو پرلپسې نفوذي بریدونه او دهېواد په سطحه د اربکیانو او پولیسو د پوستو نیول او همدا رنګه په ځینو سیمو کې پراخ ډله ایز ورځني بریدونه هغه څه دي چې لوړپوړي دولتي مسوولین يې خورا په اندېښنه کې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x