افغانستان

امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې دوه نجونې د تښتوونکو له منګولو وژغورلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): امنیتي ځواکونو تیره شپه د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تلاشۍ پرمهال دوه نجونې د تښتوونکو له منګولو ژغورلې دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند جنرال مبین په یو ټویټ کې ویلي، چې دغه دواړه نجونې خپلو سره خویندې دي او یو موټروان د کابل له سرای شمالي سیمې څخه راتښتولې وې.

نوموړی زیاتوي، چې د اوومې امنیتي حوزې اړوند ځواکونو تیره شپه لس نیمې بجې د ګزرګاه سیمه کې د تلاشۍ پرمهال دغه دواړه خویندې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې دي.

باید وویل شي چې امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې په کابل ښار او ولایاتو کې د غلو او اختطافګرو پرضد خپل عملیات چټک کړي، د کومې له کبله چې په تیره یوه اونۍ کې یوازې په کابل ښار او ولسوالیو کې ۹۱ تنه د مختلفو جرمونو په تور د امنیتی ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت د حاکمیت له درې میاشتې پوره کېدو سره په هېواد کې د امنیتي وضعیت د بهترۍ ترڅنګ د خلکو ژوند هم عادي حالت ته راګرځېدلی او په لسګونو زره کسانو ته کاري زمینې هم برابرې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

په یوه اونی ۹۱ نفره نو په میاشت تقریبا ۳۰۰ نفره محضی به کابل کی مجرمین ونیول شول. طالبانو ته طرحی او تطبیق په کار دی که نه دا تعداد به په ۵۰۰ او تر هم زیات شی. داسی وخت به راشی چی زندانو کی به زای نه وی نه به دولت دومره دودی ورکولی شی. د افغان مجرمینو لپاره بهترینه لار ژر مجازات تطبیقول او نقدی جریمه ده. حتی د هغه موتر او پرسونل چی پا مجرم په و ورزی د هغه پیسی د هم د مجرم خخه اخلی، په بند کی د دودی ورکولو پیسی هم باید ورخخه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x