افغانستان

پروان کې یو قومي مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکي د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې د یو قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.

دا پېښه تیره شپه اته نیمې بجې د چاریکارو په «هوفیان شریف» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو د «ماما غوث» په نوم قومي مشر باندې ډزې وکړې.

د ډزو په دغه پېښه کې نوموړی ځای پرځای وژل شوی او بریدګر په ناڅرګند لوري تښتېدلي دي.

د پروان د استخباراتو ښاري مدیر میلاد ادریس ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې ماما غوث تردې وړاندې د ګذر وکیل هم پاتې شوی ؤ.

نوموړی زیاتوي، د پېښې په هکله یې څیړنې پیل کړي او پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې درې شپې وړاندې د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې هم ناپېژاندو وسله والو د دوو قومي مشرانو په ګډون ۸ تنه ووژل، چې تراوسه یې قاتلین نه دي معلوم شوي.

هېوادوال د افغانستان اسلامي امارت له امنیتي مسئولینو څخه غوښتنه کوي، چې باید ددغو مرموزو وژنو عاملین پیدا او مجازات کړي، ترڅو خلک په ډاډه زړه خپل ورځنی ژوند پرمخ بوزي.

د نصرمن الله په نوم د ده سبز ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي، چې د وړمې شپې له خونړۍ پېښې وروسته یې په امنیتي حالت باور بایللی او د ماښام نه وروسته نه شي کولای چې له کور څخه دباندې سفر وکړي.

هغه شکایت کوي که چیرې د خپل ځان ددفاع لپاره وسله ګرځوي، نو ځای پرځای د امنیتي ځواکونو لخوا پلټل کیږي او د وسلې اجازه نه ورکول کیږي؛ خو که چیرې بې وسلې ګرځي بیا دداسې خونړیو پېښو پرمهال امنیتي چارواکي بې ځوابه وي.

د کورنیو چارو وزارت تراوسه د خلکو ددې شکایتونو په هکله څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx