
شعـــــرونه
کله کله/ پيرزاده
حفيظ الدين پيرزاده
کله کله بس بیخي سړی خراب شي
د اشنا پر جدایي سړی خراب شي
بې اوبو لکه ماھي سړی خراب شي
بې وطنه پردیسي سړی خراب شي
د کشرانو ډاډگیرنه یې وي زړہ کې
په ھمدې کې سمدستي سړی خراب شي
له ھر چا سرہ یې زیست وي له ناکامه
چې ناکام شي، نو حتمي سړی خراب شي
ځان به کلک نیسي، پښتو دہ څښتن مړې
خو دننه نیمایي سړی خراب شي
د خزان رژیدل خیر دی بدہ دا دہ
چې پر وخت د پسرلي سړی خراب شي
سم سالار وي، خو اټک ته یې چې شا شي
د مغل جیل وي ھجري سړی خراب شي*
حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۲۵/ ۲۰۲۱ م
لندن
٭ اشرف خان ھجري د خوشال بابا زوی چې د مغل جیل کې ومړ.