نظــر

د نظام د نړېدو لاملونه

حارث هوتک

۱: کله چې ناقانوني پکې د قانون بڼه خپله کړي.
۲: کله چې مجرم ته پکې سزا نه ورکول کېږي.
۳: کله چې دروغجن او چلیګر پکې ستایل کېږي.
۴: کله چې وګړي یې سست او لټ وي.
۵: کله چې قانون ساتونکي پکې تر ټولو لویو قانون ماتونکو باندې بدل شي.
قانون او عدالت لازم او ملزوم دي، له یو بل پرته شتون نه لري. هر کله چې یوه قضیه حل کېږي قانون او قضاء دواړه شته وي.

که تېر نظام ته نظر واچوو،په تېر نظام جمهوریت کې دغه نیمګړتیاوې ټولې موجودې وي او په خپلو سترګو مو ولیدلي:
۱: پارلمان یا ولسي جرګه چې قانون کې د مقننه قوې حیثیت لري او قانون جوړونکي ورته وایي. خو دوی ټول قوانین تر پښو لاندې کړل، د ولسي جرګې انتخاباتو کې تر ټولو زیاته درغلي ، فساد ، رشوت د قانون ماتول همدا د ولسي جرګې غړو ترسره کړل.
۲: په تېر نظام کې چارواکو به کوم جرم ترسره کړ، ددې پر ځای چې سزا ورکړل شي، لا به تقدیر او په لوړو امتیازاتو او چوکیو به وګمارل شول. چې مونږ او تاسو یې ډېر مثالونه لرو خو دلته یې له نوم اخیستو ډډه کوم.
۳ : په تېر نظام کې هغه کسان ډېر مخکې ول: چاپړوس، سست، او هغه کسان چې روابط او ښه اړیکې یې درلودې له وزیر، معین، وکیل او نورو سره…
۴ :په تېر نظام کې قانون جوړونکي تر ټولو لوی قانون ماتونکي ول: له مشر نیولي تر کشره پورې هېچا ځان مسؤول او احساس د مسؤولیت یې نه کاوه.
په اوس وخت کې ا.ا ته پکار دی د تېرو ترخو تجربو څخه استفاده وکړي د یو مسؤول حکومت په حیث عدالت تامین، مجرم ته سخته سزا او حکومتي چارواکي ولس، هېواد، او حکومت په وړاندې د مسؤولیت احساس وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

سوفکتورونه کیدایشی طالبان سقوط کری. اول، حقانی شبکی ته زیات واک ورکول زکه حقانی شبه د پاکستان اجندا مخ ته وری او پاکستان یو جور افغانستان نه غواری. حقانی شبکه کی به شه خلک وی خو دیر کم حتی هغه شه هم زان نه دی خبر چی د چا دپاره کار کوی. دوهم، متخصصو اشخاصو ته کار نه ورکول، طالبان تول وزارتونه و ملا صاحب قاری او مفتی ته ورکری دا صحیح ده چی عالمان دی کیدایشی اکثریت ه تقوا داره هم وی لیکن معدن وزارت په شیخ دلاور نه کیژی، او په دی سخت غاری بندی دی په ورز… نور لوستل »

Sayed

ښه به دا وي چې ووايو ((اسلام اباد زنده باد)) ځکه چې د محمد داوود خان له وخته تر دې دمه يې زموږ په هېواد کې لاسوهنه روانه کړې ده. اوس خو يې خپله اشغال کړ او ښايي راتلونکې کې يې د ځان پينځمه صوبه کړي. سبا ته بله فتوی صادره کړي او وبه وايی چې ((موږ د اسلامي اخوت له مخې د پنجاب پينځمه صوبه شو)) او په اسلام کې بې اتفاقي ښه خبره نه ده او ټول په يوه خوله بايد د اسلام پر ځای د ((اسلام اباد)) د اوامرو تابع شو. پاکستان د اسلام مضبوطه کلا ده… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx