
پيټ کمینز د استرلیا د ټیسټ نوی لوبډلمشر وټاکل شو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د استرلیا کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د ټیم پين له لرې کېدو وروسته یې چټک توپ اچونکی پیټ کمینز د نوي لوبډلمشر په توګه وټاکه.
ټیم پين دوه اونۍ وړاندې پر خپلو هغو تېروتنو اعتراف وکړ چې په ۲۰۱۷م کال کې یې یوې کارمندې ته فحش او نامناسب پيغامونه استولي وو.
ټیم پين لومړی د استرلیا د ټیسټ کرکټ له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه او اوس یې د یوې مودې لپاره د بشپړ کرکټ پریښودو پریکړه هم وکړه.
هغه په نړیواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شو. د استرلیا کرکټ بورډ اجرائیه رئیس ویلي وو چې ټيم پین باید هغه مهال له لوبډلمشرۍ کښینول شوی وای.
د استرلیا کرکټ بورډ وایي چې ۲۸ کلن پیټ کمینز د ټیسټ نوی لوبډلمشر او سټيو سمیت یې مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوی دی، له دې وړاندې کمینز د ټیسټ مرستیال لوبډلمشر و.
🚨 Just in 🚨@CricketAus' new men’s Test captain has been confirmed.https://t.co/LmJnJ5gBSS
— ICC (@ICC) November 26, 2021
پیټ کمینز له تېرو لسو کلونو د استرلیا ملي لوبډلې لپاره لوبیږي چې تر دې دمه یې ۳۴ ټیسټ، ۶۹ یو ورځنۍ او ۳۷ شل اوریزې لوبې کړې دي. هغه اوسمهال د ټیسټ توپ اچونکو په درجه بندۍ کې په لومړي نمبر دی.
دا په داسې حال کې چې د دیمسبر په ۸مه نېټه د استرلیا او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د استرلیا په کوربه توب د اشیز سیریز لومړۍ ټیسټ لوبه په بریسبین لوبغالي کې پېل کیږي.