شعـــــرونه

خائنانو!/ فيضاني

م رضوان الله فیضاني

په لوی قهر مبتلا شئ خائنانو
ټول ولس ته سم رسوا شئ خائنانو

صد افسوس ستاسو پر حال ای غدارانو
شرمنده په دې دنيا شئ خائنانو

خرڅوئ چې د شهيد سپېڅلې وينه
نو هلاک شئ او تبا شئ خائنانو

بيت المال سره چې غدر او خيانت کړئ
نو په څه به زمونږ دوا شئ خائنانو

د يتيم او کونډې آه دې درپسې شي
چې د هر چا د خندا شئ خائنانو

شل کلنې قربانۍ ته چې سپک ګورئ
سپکو، سپک په هره خوا شئ خائنانو

قربانۍ د فدايانو مو کړې هېرې
بس اخته نور په اوبا شئ خائنانو

(فيضاني) وايي ملت مو ټول دردمند کړ
زمونږ له صف څخه جلا شئ خائنانو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

توپک او باروت او طیاره او بمب دی خاوری سی ( د نن ورځی وسله د بشریت لپاره یوه لویه ستونزه ده ).
خبره دا ده چی:
د توپکانو قاچاق به پاکستان ته خیانت وګڼل سی یا نه
خو
اصلی او ملی او انسانی خیانت د پاکستان هیواد ته د پیاز او کچالو قاچاق دئ.
وولس د توپک په کیسه کی نه دئ ( دا به هم د کُفارو میراث وی ) بلکه وولس وږئ دئ او پیاز او کچالو ئې باید په حرمونو پاکستانیانو و نه خوړل سی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx