افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د پکتیا د «ام فور» توپکونو د قاچاق په اړه وضاحت ورکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي پر خپل ټويټر په پکتیا کې د M4  توپکونو د قاچاق په اړه وضاحت ورکړی دی.

ښاغلي خوستي ویلي دي چې درې ورځې وړاندې یې داسې استخباراتي راپورونه ترلاسه کړل چې په یوه مازده موټر کې چې وسلې او مهمات په کې ځای پر ځای شوي دي، پاکستان ته قاچاقیږي.

هغه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونوتر ډيرو کوښښونو وروسته دغه مازده موټر ونیولو.

د کورنیو چارو وزارت د هغه ادعاو خلاف چې په ټولنیزو رسنیو کې شوي دي ویلي دي چې په دغه مازده موټر کې ۱۳ کارمولي ټوپک، زر عدد خفیفه مرمۍ او ۸۰۰ د امریکايي «ام فور» توپکونو شاجورونه  نیول شوي دي.

خو د ټولنیزو رسنیو فعالان وايي چې په مازده موټر کې ۱۴۰۰ امریکايي ام فور توپکونه نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې  مازده موټر د دوه کسانو سره یوځای نیول شوي دي.

هغه له افغانستان څخه د وسلو د قاچاق خبرونه هم رد کړي دي او په وینا یې هغه ویدیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي  د تېر حکومت د وخت دي چې امریکایي ځواکونو خپل نظامي ټانکونه د پاکستان له لارې بېرته ویستل.

کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې افغانستان یوې قوي اردو او دغه نظامي وسایلو او وسایطو ته اړتیا لري او دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه یوه مرمۍ هم قاچاق کړي.

سعید خوستي په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولې يې هغه مهال کله چې له وسلو او مهماتو ډکه موټر ونیول شو دوی يې راپور خپور نه کړ.

د یادونې وړ ده چې په ټولنیزو رسنیو کې ځينې عکسونه او راپورونه خپاره شوي دي چې په کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو په پکتیا کې یو مازده موټر نیولی دی چې پاکستان ته یې ۱۴۰۰ امریکايي ام فور توپکونه قاچاق کول.

افغان فعالانو په ټولنیزو رسنیو په دومره لویه کچه قاچاق په اړه توند غبرګون ښودلی او په پېښه کې ښکېلو کسانو ته یې د سختې سزا غوښتنه کړې ده.

څه موده وړاندې د پاکستان ډان  ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي وو چې پاکستان له افغان حکومت څخه هغه وسلې چې له امریکا او ناټو څخه پاتې دي‎ په پیسو اخلي.

راپور زیاته کړې وه چې پاکستان تر دې وړاندې هم ډيرې وسلې له افغان حکومت څخه اخیستې دي چې نیمه پوځي ځواکونو ته به یې ورکړي.

یادې رسنۍ ادعا کړې وه چې نوی افغان حکومت پیسو ته اړتیا لري او پاکستان کوښښ کوي چې د بهرنیو ځواکونو څخه پاتې وسلې د پاکستاني طالبانو لاس ته ونه رسیږي.

هغه مهال هم د کورنیو چارو وزارت دغه راپورونه رد کړي وو او ویلي يې وو چې افغانستان په خپله وسلو ته اړتیا لري او دوی هيچا ته د یو میل وسلې د قاچاق اجازه نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

دډان ورځپاڼی لیکنه خبر نه وو. هغه فکاهیه وه او امریکا ټوډی دهغه خبر درواغ ثابت کړی دی. پرون یو امریکایی سناتور که بل نماینده بیا زړه ویدیو باندی تکیه کړی او بل کس ویلی چه دپاکستان حکومت دسلاح دخرڅولو خبره منلی ده.
طالبان باید دا ټولی خبری یوه یوه یا تایید کړی او رد.

اسلام زنده باد

کله چی خلک و وینی او شاهدان هم وی نو بیا د ویاند د پاره دیره بده ده چی درواغ وایی. دیر اسانه دی ووایی چی زموژ په اصولو کی وصولو خرسول او یا قاچاقول نشته او کوونکی ته یی سخت مجازات ورکوو د اوسنی پیشی په اروند چتکی پلتنی روانی دی. د ویاند د په دا دخلاصون لارده. کنه دی به هم د تیر حکومت په شان په دروغجن مشهور شی

غ.حضرت

اصلاً بله خبره: صوفی او شوقی شاعر ( رحمان بابا ) د خپل یو غزل په بیت کی وائی: ” چی ئې خار په سترګو ننوت د اغیار ” د پیښور د سیمی ځینی خلګ ” خر ” ته خار وائی ، کله چی ئې د رحمان بابا دا پورته بیت واورید یو بل ته ئې وویل: رحمان بابا خو یو ملنګ او رښتینی شخص ؤ او دروغ ئې نه ویل نو کیسه داسی ده چی: ” د رحمان بابا په زمانه کی یا د خلګو سترګی دومره غټی وې چی خر په ننوتلای سوای او یا خره دومره وړوکی… نور لوستل »

طوطی

دی کار کی طالب با صلاحیته مشران لاس لری ځکه د وسلو قاچاق بیغیر له زورواکو بل څوک کولی نشی. بهتره ده دا خیانت کوونکی خپلی#### نسبت و وسلو ته. تر دی بله بی ناموسی نشته چی څوک د ټول ملت مال خپل شخصی مال ګڼی او قاچاق کوی یی. دا د شهیدان په وینو ګټی وسلې دی. هو کی دومره ځوانمره یاستی بیا یی پاکستانی طالبانو ته ورکړی چی د پنجاب ریاست پر ضد یی استعمال او جهاد پری وکړی. دا دوه کسه یی چی د قاچاق پر تور نیولی دوی څخه دی پوښتنه وشی چی دا کار مو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx