افغانستان

کابل ښار کې یو مارکیټ له سوځېدو وژغورل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې ریاست کارکوونکو د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې مسئولینو په همکارۍ یو سوداګریز مارکیټ له سوځېدو څخه ژغورلی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند جنرال مبین وايي، د اورلګېدنې دا پېښه نن ماښام د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند«لیسۀ مریم» په ساحه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د «صابري» په نوم یو سوداګریز مارکیټ کې اور ولګېدلو.

نوموړی زیاتوي، د یوولسمې امنیتي حوزې منسوبینو د پېښې په اړه د خبر ترلاسه کولو وروسته د اور وژنې ریاست څخه د مرستې غوښتنه وکړه، چې د یاد ریاست لخوا پروخت د اور وژنې ټیم د پېښې ځای ته رارسیږي او اور مهاروي.

د پېښې عیني شاهد او د مارکیټ څښتن حاجي بسم الله هم تاییدوي چې د شلو دقیقو په موده کې د اور وژنې عمله ورته رسېدلې او دده مارکیټ یې ژغورلی دی.

نوموړي د اسلامي امارت له مسئولینو څخه خوښي څرګنده کړه، چې د غلو او اختطافګرو د ورکولو ترڅنګ یې د اور وژنې ریاست هم فعال ساتلی دی.

هغه وویل، چې د پخواني رژیم چارواکو به دداسې پېښو پرمهال پروخت ځان نه رسولو او آن ځېنې کسان به د غلا او لوټمار لپاره ورتلل.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په کابل ښار او ولایاتو کې د اور وژنې ریاست فعالیتونه چټک شوي او هېوادوالو ته د پېښو پرمهال په لنډ وخت مرستې رسوي.

څو ورځې وړاندې په څرخي پله زندان کې تر درملنې لاندې په نشه یې توکو د رږدو کسانو د بلوا پرمهال هم د اور وژنې ریاست منسوبینو پروخت اقدام هلته د پراخ ویجاړي مخه ډبه کړه او هم یې د روږدو کسانو بلوا په سوله ییزه توګه پای ته ورسوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x