افغانستان

له دایکندي څخه د یوې ښځې تښتوونکی په سمنګانو ولایت کې ونیول شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکي وايي، د سمنګانو ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې یې هغه تن نیولی چې یوه ښځه یې له دایکندي ولایت څخه هلته راتښتولې وه.

د سمنګانو ولایت د دفاعي کنډک قومندان عبدالله اکا لیزري وايي، نیول شوی کس محمدیوسف نومیږي  او د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

نوموړی زیاتوي، یاد انسان تښتوونکي درې ورځې وړاندې یې د «بې نظیرې» په نوم یوه میرمن د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ له «ازموک» کلي د هغې د میړه له نوم څخه په ګټه اخیستلو سمنګانو ته راتښتولې وه، چې نن ماښام د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو.

د نوموړي ترڅنګ هغه تښتول شوې میرمن هم اوس په سمنګانو ولایت کې د امنیتي ځواکونو په توقیف کې ده او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره د غلا او اختطاف پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د اسلامي امارت امنیتي مسئولانو په بیا بیا ویلي، چې د غلو او انسان تښتوونکو په ګډون د ټولو مجرمینو په وړاندې جدي اقدامات کوي او مجرمین به د هېواد په هیڅ ولایت کې هم د آرام ساه اخیستلو ته پرې نه ږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x