افغانستان

قطر د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ دوحې ته تللي افغان پلاوي د قطر هېواد بهرنیو چارو وزارت کې د کوربه هېواد د بیلابیلو وزارتونو له مسئولینو او استازو سره ګډه ناسته ترسره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت عبدالقهار بلخي وايي، دا ناسته پرون د جمعې په ورځ ترسره شوه او په ترڅ کې یې دواړو لورو په سیاسي، بشري، اقتصادي او تعلیمي مسائلو خبرې اترې وکړې.

نوموړی زیاتوي، د ناستې په جریان کې د قطر هېواد مسئولینو له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ترڅنګ وویل، چې قطریان به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي او په راتلونکي وخت کې به هم له افغانانو سره مرستې وکړي.

په دغه مهال د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د مذاکراتو په تیرو دورونو کې د قطر هېواد له مثبت رول او افغانستان سره د همکاریو څخه مننه وکړه.

باید وویل شي چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چاو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړی افغان پلاوی قطر ته تللی او ټاکل شوې ده چې نن د شنبې په ورځ له امریکايي چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسائلو مذاکرات ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx