شعـــــرونه

ځان غلطومه چې يې یاد‌ يمه، خو نه یمه/ مل غني خېل

مل غني خېل

ځان غلطومه چې يې یاد‌ يمه، خو نه یمه
زړه کې یې لا هغسې اباد یمه، خو نه یمه

خدای مي دي معاف کړي دوه مخې باندې لګيا یمه
هسې يو تمثيل کوم چې ښاد يمه، خو نه يمه

خدايزده چې په څه نيت به هغه ځي زیارتونو ته؟
خلګ وايي: زه به يې مراد يمه، خو نه يمه

فکر د ولس مي لا ښه ډير کار ته اړتيا لري
خير که په ارضي لحاظ ازاد يمه، خو نه يمه

مله! داسې هم نه يمه، څنګه چې ته فکر کړې
داسې چې له يوې مخې برباد يمه، خو نه يمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx