افغانستان

اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د افغانستان د نسکورېدو څخه د مخنیوي لپاره اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ غوښتنه کوي.

دا څرګندونې تیره ورځ د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې «اورزولافون درلاین» د اروپا او اسیا په دیارلسمه ناسته کې کړي دي.

نوموړې زیاته کړې، اورپايي ټولنه که څه هم د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني؛ خو هڅه کوي چې په اقتصادي او ټولنیزو برخو د افغانستان د نکورېدو څخه مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې تردې وړاندې د افغانستان له خلکو او ګاونډیو هېوادونو سره د یو ملیارد ډالره بشري مرستو اعلان کړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

ودری بچو دا یی سر ده پټی په بیخ کی سوره ور ده.
لا به د همدی انګریزانو او هغو کفارو دغه ته اوبه ورواچوی د چا په نامه چی تاسی د پاکستان په لمسون افغانان وژل اوس به د همغو کفارو په پښو کی ورغړی غم مه کوی…..

ځیرک څارونکی

هغو نورو بیا د چا په لمسون افغانان وژل او په کورونو ئې چاپی اچولی، له روس سره له پاکستان نه د امریکا په کومک جهاد روا ؤ او دملت له افتخاراتو شمیرل کیده اما له امریکا سره نه وه روا او افغان وژنه شمیرل کیده دا کوم منطق ده.

ستانکزی

گم نام به سه شی وی چی جواب به یی وی الله دی همداسی گمنام لره

استاد دوکتور عبدالله

د کفر پر پښو کې خو هغه ورغښتل چې د کفر د دفاع او قانون او د عملي کولو لپاره بې ګناه افغانان ووژل … دا نو ستا د غلامی او بې وجدانی فکر دی چې موضوع مو برعکس کړې ده .

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx