افغانستان

نن په دوحه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو پیلیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې ده چې نن د شنبې په ورځ د قطر پلازمینه دوحه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو پیل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی به د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ په مشرۍ امریکايي پلاوي سره په دوه اړخیزو مسائلو خبرې او بحثونه وکړي.

په افغان پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ د مالیې وزارت، د پوهنې وزارت، د عامې روغتیا وزارت، د ملي امنیت ریاست او افغانستان بانک په ګډون یو لړ نورو ادارو استازي او وزیران هم شامل دي.

د اسلامي امارت د مرکزي ویاند مرستیال احمدالله وثیق له امریکايي جهت سره د مذاکراتو ددې پړاو په هکله وايي، چې باید له افغانانو معنی لرونکو ډیپلوماټیکو اړیکو پیل وي او کومې ژمنې چې کیږي باید عملي بڼه هم ورکړل شي.

په ورته مهال پاکستان هم د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو د بیرته پيل ټینګار ترڅنګ غوښتنه کوي چې نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره راکړه ورکړه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، په دې اړه زمونږ څرګند پیغام دی او هغه داسې چې پخوانۍ تیروتنې باید تکرار نه شي او نه هم افغانان یوازې پرېښودل شي، ځکه د قریشي په اند د افغانستان اقتصادي او بشري کړکیچ په نړۍ هم اغیز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکې اونۍ په سویډن کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په غونډه کې هم د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه خبرې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا وايي، چې دغه غونډه د ډیسمبر په دویمه نیټه ترسره کیږي او د افغانستان موضوع د غونډې په اجنډا کې شامله ده.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت څخه شاوخوا درې میاشتې تیریږي؛ خو لاهم د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان بانکي ذخایر کنګل شوي او نوي افغان حکومت ته اجازه نه ورکوي چې د عامه خدماتو او دولتي چارو د سمون په خاطر له دغو ذخایرو څخه استفاده وکړي.

دا مهال په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا لس ملیارده ډالره نقدي ذخایر موجود دي؛ خو د افغانستان بانک دغو پیسو ته لاسرسی نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x