دیني، سیرت او تاریخ

تلاوت او استعاذه

احمد الله عاطفي

قال الله تبارک وتعالی: فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.(النحل: ۹۸)

ژباړه: نو کله چې قرآن لولې الله ته د رټل شوي شیطان پناه یوسه.

په استعاذې سره خوله او ژبه د الله سبحانه وتعالی په یاد او پناه اخستو سره ډاډ من او پاکیږي، زړه او دماغ روحاً او جسماً پیاوړي کیږي، د ښکاره او پټ دښمن چې د دفع او مقابلې توان یې نه لرو، مګر د الله سبحانه وتعالی په مرسته او توفیق د هغه له شر او وسواسه په آمن کې محفوظیږو.

د استعاذې ټول الفاظ په قرآنکریم کې یو ځای نه دي ذکر شوي او نه بشپړ آیت دی، بلکه د خبر په توګه ذکر دی.

شیطان او شیاطین نامريي مخلوق دی چې د خیر هیڅ یوه ماده پکې نشته له یوې خوا شر، ګمراهي ته هڅونکي او بلونکي دي.

داسې دښمن چې په کمین کې ناست یوه شیبه هم غفلت نه کوي، په سترګو نه لیدل کیږي، حمله او ګذار يې تباه کونکې ده.

له مريي دښمنه په فاع او اسبابو ځان ساتلی شئ خو د نه لیدونکي دښمن(شیطان) له ضرره ځان ساتل ممکن نه دي مګر د الله سبحانه وتعالی په مرسته، په همدې اساس الله سبحانه وتعالی لارښوونه کوي چې د شیطان له شیطانته الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسئ.

د قرانکریم د تلاوت په اړوند د استعاذې په لوستلو کې له صحابه کرامو نه تر سترو علماوو پورې بېلابېل قولونه دي چې د هر یو دلیل همدا مبارک آيت(فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ. النحل : ۹۸) دی.

ژباړه: نو کله چې قرآن لولې الله ته د رټل شوي شیطان پناه یوسه.

په مجموع کې علماء کرام د قرآنکریم تلاوت په وخت  که په خفیه وي یا جهري د (أَعُوذُ بِاللَّهِ  مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ) په لوستلو کې درې رايې لري.

اول: د قرآنکریم تلاوت له پیل نه وړاندې ولوستل شي، چې د تلاوت په وخت کې د شیطان له وسوسو محفوظ شي (فإذا أردت أن تقرأ القرآن، فاستعذ بالله من الشيطان الرجيم)، دا قول مشهور او عام دی.

دویم قول: د حضرت ابوهریره(رضی الله عنه) په شمول د یو شمیر علماوو په نزد د تلاوت قرآنکریم نه وروسته وویل شي، چې نفس، اوریدل او عمل د شیطان له لاسوهنو په آمان شي،(تفسیر امام رازي)

د دوی دلیل د قرانکریم دا مبارک آیت: (فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ. النحل : ۹۸)،

د دوی په قول په دې ډول د استعاذې په لوستلو کې دوه ګټې دي، لومړی تلاوت د قرآنکریم د حکم په اساس لوستل کیږي.
دویم له عبادته وروسته که بنده ته غرور پيښیږي هغه له منځه وړي، همدا قول او مذهب د ابو حاتم سجستاني او یو شمیر نورو علماوو دی چې ابوالقاسم یوسف بن علي په خپل کتاب(العبادة الکامل) کې په تفصیل سره ذکر کړی.

امام قرطبي په خپل تفسیر کې همدا مذهب د امام مالک هم بیان کړی، لیکن ابن العربي دېته غریب ویلي.

دریم قول: یو شمیر مفسرین د تلاوت قرآنکریم  په پیل او پای کې لوستلو ته مشروعیت او غوره والی ورکوي.

د دوی دلیل دادی چې په دواړو پورتنیو قولونو عمل تر سره کیږي.

دریواړه قولونه په اصل کې یو دي خو طریقه یې بېلا بېله ده، یو هم دانه دي ویلي چې پرته له خپلې رايې او نظره بل يې ناروا او یا له ثوابه خالي دی، اصل او بنیاد د الله سبحانه وتعالی دا مبارک کلام دی(فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ. النحل : ۹۸) معنی او مراد يې هم یو دی، یواځې په تفسیر او موقعیت کې بېلا بیل قولونه دي، چې دا هم رحمت دی، هر څوک کولای شي په ډیره اسانۍ د ثواب او عبادت په نیت ټول قولونه عملي کړي.

د تلاوت پیل په تعوذ یا استعاذې
تعوذ(أَعُوذُ بِاللَّهِ  مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ) تلاوت په پیل کې ځینې علما يې لازمي، ځينې واجب او ځينې سنت بولي.

د تجوید علما د قرآنکریم تلاوت لپاره د سورت په پیل کې تعوذ او تسمیه لوستل لازم ګڼي، تعوذ د الله سبحانه وتعالی د حکم په بنأ(النحل:۹۸) او تسمیه ځینې بزرګان د هر سورت جز ګڼي او ځینې سنت او تاکید په دې دی چې تسمیه د دوو سورتونو تر منځ د لومړي سورت پای او د دویم سورت پیل نښه دی.

دت جوید علماوو په قول د قرآنکریم له هر ځای چې تلاوت پیل کوئ محل د تعوذ دی.

د تلاوت قرانکریم د هر سورت پیل لپاره د استعاذه او تسميه څلور وجوهات غوره او جایز ګڼل شوي پرته د سورت(التوبه) نه.

لومړی: بشپړ فصل: استعاذه بیا وقف، تسمیه بیا وقف ،بیا تلاوت پیلولو، په دې ترتیب چې لومړی تعوذ بیا وقف یعنې ساه واخستل شي بیا تسمیه بیا وقف یعنې دوباره سآه واخيستل شي او بیا تلاوت پیل کړل شي، د تجوید علماوو په قول دا طریقه غوره او افضله ده.

دویم: لومړی فصل دویم وصل: استعاذې نه وروسته وقف بیا تسمیه د تلاوت سره وصل، په داسې ترتیب چې لومړی به تعوذ بیا به ساه اخلئ او له هغه وروسته به تسمیه او د تلاوت پیل په یوه ساه سره کوئ.

دریم: لومړی وصل دویم فصل: استعاذه او تسمیه وصل له دې وروسته وقف او بیا تلاوت پیلول، په دې ترتیب چې تعوذ به له تسمیه سره وصلوي، بیا به وقف کوي ساه به اخلي بیا به تلاوت پیلوي.

څلورم: بشپړ وصل: استعاذه، تسمیه او د تلاوت له پیل سره دریواړه  وصل، چې ساه به نه اخلي تعوذ، تسمیه او تلاوت په یو سأ تلاوت کول دي.

تلاوت او تسمیه
د تسمیه الفاظ (بِسْمِ ٱللّٰهِ ٱلرَّحْمٰنِ ٱلرَّحِيمِ) د سورت نمل دیرشم مبارک آیت(إِنَّهُ مِن سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ) کې ذکر دی او په مصحف کې پرته د التوبه سورة نور د هر سورة په پیل کې لیکل شوی، په همدې اساس یې لوستل هم ضروري دي.

د التوبه یا برأت سورة په سر کې تسمیه نه ده لیکل شوې دا په ټولو مصحفونو کې همداسې ده او د قرآنکریم په ټولو طباعتي چاپونو کې هم، چې په مصحفونو کې په مجموعي توګه (۱۱۴) ځله په تکرار لیکل شوې.

د التوبه سورت په پیل کې چې نه دی لیکل شوی د دې ځواب له سیدنا حضرت عثمان(رضی الله عنه) نه پوښتنه وشوه، هغه وفرمایل: دلته همداسې د حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه پاتې دی موږ يې د لیکلو جرئت ونه کړ، همدا راز ځينې نور دلیلونه…

ځینې وایي چې دا سورة د مشرکینو نه د برأت اعلان دی او تسمیه خپله آمان، برکتونه او د رحمتونو کلمات دي نو دلته يې لوستل پاتې کیږي…

د تجوید د ځینو علماوو قول دی چې د التوبه سورة له پیل نه پرته ددې سورة په منځ کې چې له هر ځای نه تلاوت پیل کیږي قاري اختیار لري چې تسمیه ولولي یا خیر.

د کمال الفرقان مصنف لیکي: د هر سورت که هغه د التوبه سورت هم وي باید په تسمیه پیل شي، دده دلیل دادی چې دلته تسمیه د برکت لپاره نه بلکه ددې لپاره چې د سورت پیل دی، باید تلاوت شي. والله اعلم.

تلاوت د سورت له پیله وي او یا په داخل کې د هرې برخې نه تعوذ لوستل ضروري دي ځکه دا مراجع د تعوذ دي.

همدا راز تسمیه په سر د سورت کې لوستل ضروري دي ځکه دا محل د تسمیه دی، خو د سورت په داخل کې چې له هر ځای نه پیل کوي اختیار لري چې تسمیه لولي یا یواځې په تعوذ اکتفا کوي.

که یو سورت د تلاوت په منځ کې پیل شي دلته تسمیه ضروري ده ځکه دا محل د تسمیه ده.

د سورتونو تر منځ تسمیه لوستل:
لومړی:بشپړ فصل: د دوو سورتونو ترمنځ  چې کله لومړی سورة ختم شي وقف بیا تسمیه بیا وقف بیا د بل سورت تلاوت شروع کول.

دویم: لومړی وقف دویم وصل: لومړی سورت ختم بیا وقف بیا تسمیه سره د بل سورت تلاوت د وصل په شکل پیلول.

دریم :بشپړ وصل: د سورت ختم سره وصل د تسمیه وصل تلاوت له بل سورت سره.

څلورم: لومړی وصل دویم فصل: په دې ترتیب چې لومړی سورة ختم سره تسمیه وصل کړی شي بیا وقف وکړی شي بیا بل سورت شروع کړی شي دا طریقه د اوریدونکو او لوستونکو لپاره ستونزه پیدا کوي، اوریدونکي ګمان کوي چې تسمیه د تیر سورت وروستۍ برخه ده، نو په همدې لحاظ د تجوید علماء يې غوره نه بولي بلکه ناجایز یې ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx