ټولنیزه برخه

فضاء او د کائناتو وسعت/ نهمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

د ځمکې شمالي او جنوبي قطبونه:
د ځمکې کره دوه قطبونه لري؛ چې یوه ته یې شمالي او بل ته یې جنوبي قطب ویل کیږي.

دا دواړه قطبونه (د اقلیمي بدلون پر اساس) د ځمکې له نورو ساحو سره جوت توپیر لري.

د نړۍ اتیا په سلو % کې خوږې اوبه، په جنوبي قطب کې منجمدې یا کنګل دي.

په ځمکه کې تر ټولو یخه ساحه په جنوبي قطب کې ده؛ چې دماء یې آن تر منفي نیوي (°90) درجو د سانتګراد پورې رسیږي؛ مګر په اوړي کې یې بیا ځینې ساحې تر مثبت اوولسو (°+17) درجو پورې ګرمیږي هم؛ اما په شمالي قطب کې بیا کیسه بل ډول ده! هلته ګرمترینه دماء صفر (°0) درجه وي او په ژمي کې بیا تر منفي دریدېرشو (°33-) درجو د سانتیګراد پورې ټیټیږي.

په جنوبي قطب کې (پرته له پنګونګ څخه) هېڅ حیوان ژوند نشي کولای، مګر ویل کیږي چې: دغه حیوانات هم انسانانو هلته وړي دي.

جنوبي قطب ته انترکتیکا هم وایي ، دغه قاره (په جغرافیاوي جوړښت کې) د ځمکې له نورو قارو سره چندان توپیر نه لري! یوازې ډېرې اوبه، شدید یخ او منجمد بحرونه یې ځانګرتیاوې دي؛   په خلاف د شمالي قطب! ځکه چې هلته نه ډبرې شته او نه هم خاوره.

سره له دې چې؛ په شمالي قطب کې خاوره او تیږه نشته- مګر بیا هم! هلته ډول -ډول حیوانات لکه: قطبي یږې، د لوړې حوصلې والا الوتونکي مرغان (چې په اقلیمي بدلونونو کې په لسګونو زره کیلومتره مسافرت او مهاجرت کولای شي) لېوان او داسې نور… اوسیږي.

جنوبي قطب/ انترکتیکا په هېڅ هېواد پورې هم اړه نه لري او یوه کاملاً مستقله قاره ده؛ مګر په شمالي قطب کې (چې د نړۍ په سطحه د تېلو بډایه سیمه یادیږي او د خامو تېلو سترې ذخیرې لري) ټول ورته نېږدې هېوادونه کوښښ کوي؛ چې یاده سیمه په یو نه! یو ډول برمته کړي. ( ممکن دریمه نړیواله جګړه هم په شمالي قطب کې رامنځته شي)

د جنوبي قطب د یخي اوسطه اندازه ضخامت؛ زر متره ښودل شوی، خو په ځینو ځایو کې څلور زره (4000) متره ډبلوالی هم لري.

مګر ځینو بیا دا ادعا هم کړې چې ګواکي؛ داسې ضخیم یخي هم (په انترکتیکا کې) شته؛ چې د ماهوارې په توسط اسکن شوي او آته څلوېښت زره (48000) متره یې ضخیم ښيي والله اعلم.

په نوره ځمکه د اوسېدلو امکان د همدغو دوو

قطبونو له برکته رامنځته شوی، که چېرې خدای مکړه د جنوبي قطب یخونه ویلې شي، نو اټکل شوی چې: د بحر سطحه به یوشپېته (61) متره لوړه شي؛ چې نتیجتاً به ټول جزیروي ښارونه لاندې او غرق کړي.

نور بیا ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx