نظــر

سل د ژوند ورځې!

دادمحمد ناوک

څو ورځې وړاندې د خپلواکۍ او د افغانستان اسلامي امارت د واکمنۍ سل ورځې پوره شوې؛ تر درېیو میاشتو په په ډېره موده کې د دې نوي نظام او اداري چلند اړوند په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز برخو کې ګڼې تبصرې وشوې، مخالفینو هڅه کوله چې دا سل ورځې د ژوند تورې ورځې معرفي کړي او موافقینو پر دلایلو هڅه کوله چې دا ورځې د ژوند ورځې معرفي کړي او ټول یوه خوله کړي چې دا هېواد نږدې څلورې لسیزې وروسته یو ځل بیا له واحدي رهبرۍ اداره کېږي او ولس خپل خلک په واک کې ويني!

اقتصادي پرمختګ:

وړمه ورځ ځوان شاعر او سیاستوال ښاغلي انس حقاني په یوه مرکه کې وویل، چې دلته هیڅوک وږي نه دي؛ بلکې هغه خلک وږي دي چې پر امریکایانو يې تکیه وه؛ دا پر ځای خبره ده، خو پر وړاندې يې دومره تبلیغات شوي او کېږي چې دا ډول خبرې له حقیقته لرې معلومېږي؛ د کابل ښار پر سړکونو د مفشونو کورونو توکي د خرڅلاو لپاره ايښودل شوي، بهرنۍ او کورنۍ رسنۍ يې داسې تبلیغوي چې دا توکي خلک له لوږې خرڅوي، خو لوړ بیه کوچونه، یخچالونه او قیمتي قالینې دا ښکاره کوي چې دا تلبیغات ناسم دي، ما چې يې پوښتنه وکړه ځينې يې د تښتېدلو شتمنو د کور توکي دي چې خپلوانو يې پلور ته وړاندې کړي او ځينې د نږدې دوکاندارانو توکي دي چې د دوکان له کرايي د خلاصون لپاره يې همدلته کوټه کړي دي.

څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف صاحب یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې اقتصادي حالت بد شوی نه دی؛ ځکه د امریکایانو له وتلو سره موږ بېرته خپل طبعي مسیر ته برابر شوو؛ رښتیا هم د امریکا اقتصادي او سیاسي تکيه یوازې یوه پروژه وه، چې د جګړې لپاره يې افغان مزدوران استخدامېدل او د همدې جګړې په بدل کې پیسې را روانې وې؛ چې دا زموږ په طبعي مسیر کې یوه لنډه پروژه يي دمه ویلی شو، که له دې پروژې پرته پر خپل اوسني اقتصادي وضعیت خبره وکړو، نو موږ وړاندې تللي یو، موږ که اوسنی اقتصادي وضعیت ګورو باید د امریکا تر یرغل وړاندې وضعیت سره يې پرتله کړو، چې بې له شکه په خصوصي سکتور کې پانګونې او ابادۍ زموږ اقتصاد پر مخ بیولی؛ نو بناءً موږ اقتصادي رکود نه؛ بلکې پرمختګ کې یو.

له ښاري سیمو ور ها خوا کلیو کې کروندې پراخې شوې، د لمریزو په لګېدو سره کورني اقتصادي مشکلات په حل کېدو دي او په ځمکنيو حاصلاتو کې ډېرښت راغلی.

اداري حرکت:

د امارت له واکمنۍ سره ځينې د رسنیو د تبلیغات ښکارشویو دا توقع لرله چې د یرغل د جریان اداري خدمات خو باید وساتل شي بلکې تر هغه هم وړاندې لاړ شو، ځکه اوس د پردیو جغ له اوږو ښکته شوی او امارت ته منظم اداري سیستم ور پاتې شوی دی!

خو متاسفانه چې دا رښتیا نه دي؛ امارت ته یوازې د اداراتو دېوالونه او فرینچر ور پاتې دي، د امارت د اداري چارواکو پر وړاندې کار دوه برابره شوی دوی لومړی باید د تېرې اداري تخریبات تعمير کړي او وروسته بیا کار پیل کړي.

تر دې لوی خنډ د پخوانیو مامورینو د اخلاص نیستي ده؛ دوی چې په جمهوري اداري پروسیجر کې بلد دي امارت هم غواړي د هماغې پروسې له لارې اداري چارې ترسره کړي، چې په دې ډول د کار کیفیت او سرعت جمهوريتي مامورینو ته منسوبېږي او دوی بیا د خپلې عقدې له امله کار په بېلابېلو پلمو ځنډوي، خرابوي او تر خپله وسه حتی ناشونی کوي.

سره له دې چې طالب د ده پر ضد د شوي فعالیت معاش هم همدې مامور ته ورکوي، بښنه هم ورته کوي، پر خپله دنده يې هم پرېږدي؛ خو هغوی د دې ټولو احساناتو په بدل کې حتی د تخریب فکر لري، یو تن په پوره ویاړ وايي چې ملا صاحب يې په عادي کمپیوټري ستونزه تر مازیګره سرګردانه کړی او قصداً يې ستونزه نه ور حلوله!

ښايي ټول دغسې نه وي، خو له بده مرغه اکثریت يې دغسې دي، د چارو ادارې په ګډون په ځينو ادارو کې خو حتی دې جمهوریتي پاتې مامورینو غلا ته هم مټې را بډوهلې، چې له نیکه مرغه د ګڼو يې مخه نیول شوې ده.

منصفانه خبره دا ده چې په درېیو میاشتو کې ایله نوی نظام له خپلو اداري موقعیتونو، پروسیجر او وظیفوي لایحې سره باید بلد شي له هغه وروسته ورنه د کار د کیفیت تمه پکار ده. خو بیا هم په ګڼو ادارو کې کار دومره ډېر دی چې حتی مامورین د نوي استخدام هیله کوي؛ څو ورځې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت ته ورغلم، هلته کاري بېروبار حیران کړم؛ خو د باندې داسې تصورېږي چې ګواکې د پوهنتونو په رخصتېدو نو دې وزارت کې کار صفر دی!

کله کله سړی تصوروي چې دا نظام چې د فدایانو له هډوکو رغېدلی الله جل جلاله يې پخپله رهنمايي کوي، د توندو تبلیغاتو، ښځينه شور، نړۍوالو فشارونو سره سره دلته ژوند عادي روان دی، که د ورزش ادارې نشراتو ته سر ورښکاره کړئ دلته ژوندی افغانستان دی!

دا سل ورځې؛ زموږ د ژوند ورځې وې، دا ورځې وې چې افغان ولس پکې د خپلواکۍ حس وکړ، دا ورځې وې چې چاپې پکې نه وې، بمبار پکې نه وي، خپل عسکر خپل ولس ته ټوپک نه و نیولی او افغانه مېرمن د مارکټینګ د وسیلې پر ځای خپل عزتمن ځای ته را وګرځول شوه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx