افغانستان

له ننګرهاره خپرېدونکې «مینه» مجله وتړل شوه

نن ټکی آسیا(دوشنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۳): له ننګرهاره خپرېدونکې د ګڼو مینه والو مجله «مینه» وتړل شوه.
د دې مجلې د مسوول مدیر عزت الله ځواب په قول نوموړي ته ځينو پخوانیو قومندانانو ګواښونه کړي دي چې که مجله بنده نه کړي وبه وژل شي.

عزت الله ځواب وايي چې تر دې وړاندې هم ورته د سیمه ایزو چارواکو له خوا څو ځلې ګواښونه شوي وو چې باید مجله وتړي.
نوموړي نه دي ویلي چې قومندانانو د کومو مضمونونو د خپراوي په خاطر ورته د دې مجلې د بندولو ګواښونه کړي دي.

مینه مجله له کلونو راهيسې له ننګرهاره خپرېږي چې تراوسه يې شپېته ګڼې خپرې شوې دي.
دغې مجلې ادبي، سیاسي، ديني او عشقي مضامين خپرول چې د هرې مجلې د پښتۍ په وروستي مخ به د کومې هنرمندې یا ښایسته نجلۍ عکس او ترې لاندې ټپه خپرېده.

د مینې د مینه والو په اند که څه هم په وروستیو کې د دې مجلې د مضامینو کیفیت خورا مخ په خرابېدو و خو بیا يې هم په تړلو خواشيني دي.
په فیسبوک کې د مینې مجلې ډېرو مینه والو د دې مجلې په بندښت غمرازي ښکاره کړې ده او ویلي يې دي چې چارواکي دې د یوې رسنۍ د بندېدو پرځای په هغوی کې د نیمګړتیاوو د ورکاوي هڅې وکړي.
په ننګرها کې د خبریالانو د ملاتړ ادارې «نی» هم د مینې مجلې تړل ښه نه دي بللي او دا يې د ژورنالستیکو اصولو خلاف کړنه بللې ده.

د مینې مجلې د مسوول مدیر عزت الله ځواب په قول نوموړي سیمه ایزو چارواکو ته هم خپل غږ رسولی دی خو چا نه دی اورېدلی. خو د ننګرهار د والي ویاند د ځواب دا خبره نه مني او وايي چې نوموړي دوی ته کوم شکایت نه دی کړی او که له موږ مرسته غواړي همکاري ته يې حاضر یو.

تر اوسه نه د معلومه چې دغه مجله به تر څه وخته پورې وځنډېږي.
یاده دې وي چې مینه مجله د هېواد په سطحه هغه خپلواکه مجله ده چې په لږ وخت کې يې اوږد مزل کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Qari

یاره اسیاوالو دا تاسو څه ډول کارونه پیل کړي، مینه مجلې باندې راپور تیارول هغې مجلې ته کریډټ ورکوي. مینه خو ډيره ښه شوه چې بنده شوه، هسې ګندګي یې خپروله.

سلام

د نن ټکی اسیا چلوونکو ته:
داسې ښکاري چې تاسو هم اخوانیانو غوندې د انحراف په لور مزل شروع کړی دی، کله دې عبرت لپاره د ښځو تصویرونه نشروئ، کله په یوه بهانه او کله په بله بهانه؟!
د مینې بې لارې مجلې ستایل، او د هغې هغه تصویر نشرول چې د ښځو تصویرونه پکې دی، نه پوهیږم چې دا دکوم شریعت په اساس توجیه کوئ؟
######

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x