افغانستان

رئیس الوزرا نن ملت ته وینا کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت ویندویان وايي چې د رئیس الوزرا نن ماښام ۸:۳۰ بجې ملت ته وینا کوي.

دغه وینا به د افغانستان ملي رادیو تلویزون له لارې خپره شي.

ملا حسن اخوند  تر دې دمه ملت ته عامه وینا نه ده کړې.

د ستمبر پر ۷مه چې کله مؤقته کابینه اعلان شوه، رئیس الوزرا یوه ورځ وروسته له الجزیرې تلویزون لومړۍ لنډه مرکه خپره شوه.

هغه په دغه مرکه کې وویل چې دوی ټول ملت ته په افغانستان کې د امنیت باور ورکوي او هم د سيمې او د نړۍ د ټولو دولتونو سره ښې اړیکې غواړي.

ملا حسن ویلي وو چې اسلامي امارت هيڅ ډول انتقال له چا نه اخلي او هغه څوک چې له افغانستان وځي هغوی دې دلته ایسار شي، او دوی یې د مال و سر د امنیت ډاډ ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx