
افغانستان
لوګر کې د کرکټ سیالیو پرمهال شخړې له امله یو تن وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د کرکټ سیالیو پرمهال د شخړې له امله یو لوبغاړی وژل شوی دی.
دا پېښه نن د شنبې په ورځ ماسپښین دوه بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د کرکټ د غیر رسمي سیالیو یوې لوبه کې د لوبغاړو ترمنځ لفظي شخړه په فیزیکي هغې واووښتله.
د لوګر د کرکټ مسئول بشیر ساحل ددې خبر په تایید سره ویلي، چې په دې پېښه کې ۶ تنه نور لوبغاړي هم ټپيان شوي دي.
وژل شوی لوبغاړی نجیب نومیږي؛ خو داچې شخړه څرنګه او د چا لخوا پیل شوه، په اړه یې د کرکټ مسئول څه نه دي ویلي.
باید وویل شي چې په افغانستان کې زیاتره لوبغاړي د لوبې د اصولو نه مراعاتولو له کبله د لوبې پای کې په شخړه اوړي او کله ناکله په کې خلکو او لوبغاړو ته مرګ ژوبله هم اوړي.
الله تعالی هغه کسان چی کرکت په دی وطن ترویجوی تول پخپل غضب گرفتار کښی. آمین
ولی په کوم شریعی دلیل؟
مسؤلیت یی د بدنی روزنی د ریاست پوری مربوطیږی. هره لوبه چی کیږی باید ولایتی سپورت مربوط ریاست یا مدیریت یی د نظم او امنیت مسؤلیت پر غاړه واخلی.