افغانستان

ترکیه تل د یو موټي افغانستان غوښتونکې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): ترکیه په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو پوره کولو ته لیواله ده او تل یې د افغانستان اتحاد غوښتی دی.

دا څرګندونې په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د سرې میاشتې له لارې افغان کډوالو او بې ځایه شوو کورنیو ته مرستې رسولي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د اسلامي امارت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په استول شوې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ترکي سفیر په افغانستان کې د ترکیې هېواد د خیریه بنسټ«تیکا» په اړه رئیس الوزراء مرستیال ته د معلوماتو ورکولو پرمهال څرګنده کړه چې د کرنې وزارت له لارې په بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ویشي.

جهاد ارګین دغه راز ویلي، په کندهار، هرات او د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې به هغه پروژې بشپړوي چې دوی پیل کړې وې.

ددې سربیره ترکي سفیر څرګنده کړې چې ترکي پانګه وال افغانستان کې د پانګونې لیوالتیا لري، چې په همدې تړاو به د چیني  سوداګرو او پانګه والو یو پنځه کسیز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د ریاست الوزراء مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان او ترکیې اړیکې تاریخي وبللې او ترکان یې په افغانستان کې زیاتې پانګونې او مرستې ته وهڅول.

د نجونو د ښوونځیو او په دولتي ادارو کې د ښځو د کار په هکله د ریاست الوزراء مرستیال څرګنده کړې چې د هوايي ډګر، پاسپورټ ریاست او روغتیايي سکتور په ګډون ګڼو دولتي ادارو کې د اړتیا سره سم ښځینه کارکوونکې په کار بوختې دي او د تعلیمې طرحې له بشپړېدو وروسته به راتلونکی کال ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د ترکیې د مرستندویه مؤسسې «تیکا» لخوا په افغانستان کې له زرګونو بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو او ګڼو بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محجان خان

لا تقنطوا من رحمة الله☝️ انشااللہ چی د منافقه سیکورانو او د ھغوی د بادارنو مخونه تور شوی دی او نور به ھم ذلیل او شرمندہ شی انشااللہ 🤲

Sayed

مشرف په خپله مرکه او هم يې پخپل کتاب د ((اور پر ليکه)) کې ليکلي : کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د سېپټېمبر پېښه وشوه، نو زه د کراچۍ په قول اردو کې وم چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير کولن پاول راته زنګ ووهلو او ويې ويل : يا له موږ سره شه او يا زموږ له دښمنانو سره؟ پروېز مشرف وړاندې ليکلي چې زما لپاره دا ډېره سخته وه چې طالبان له ځانه خپه کړم، خو تر هغه زياته ډېره سخته دا وه چې يو کمزوری پاکستان دې د نړۍ له يو زبرځواک سره مخامخ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x