نړۍ

اسرائیلو یوځل بیا دغزي مسلمانان ترهوایی برید لاندي راواستل

israel_air_strike_on_gaza(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۸) داسرائیلو هوایی ځواکونه لږ ګړي مخکي دفلسطین دغزي پرتراټه باندي بمونه واورول، بمونه دهغه برید دبدل اخیستل وو چی نن سهار له مصرسره پر پوله باندي نامالومو وسلوالو داسرائیلو دري بس موټرونه تربرید لاندی راوستل چي له امله یی داسرائیلي عسکرو په ګډون اوه تنه اسرائیل ووژل شول اوله ۲۵ څخه زیات ټپیان شول.

نن سهار پراسرائیلي بسونو باندي له برید څخه وروسته داسرائیلو ددفاع وزیر اهودبارک خبرداري ورکړي وو چي اسرائیل به ددغه برید بدله په پوره ځواک سره اخلي.

که څه هم په فلسطین کي دحماس ډلی په سهارني بریدونوکي هررنګه لاس لرل ردکړه خواسرائیل یی پړه پرفلسطیني وسلوالو ډلو اور اچوي.

درویټر خبري اژانس خبرورکوي چي داسرائیلو دبرید په نتیجه کي دغزي دتراټي دډیري مشهوري جبهي (دمقاومت جبهي) په نامه سره دډلي مشرله درو ملګرو سره یوځای  په هوایی بریدونوکي شهیدان شوی دي، فلسطیني سرچينو خبرورکړي چي داسرائیلو له لوري بی پیلوټه الوتکو په رفح ښارکي  کي هم یو کورپه نښه کړی دي چي له امله یی دوه نفره فلسطینیان شهیدان شوی دي.

اسرائیلو نن خبرورکړی وو چي له مصرسره پرپوله باندي وسلوالو داسرائلو دري بس موټران یوپه بل پسي تربرید لاندی راواستو چي له کبله یی اوه اسرائیلي وژل شوی او له ۲۵ څخه زیات ژوبل شوی دي، اسرائیلي عسکرو دعوه کړي ده چي وسلوالو سره یی وروسته مخامخ جګړه کړیده او ورته یی مرګ ژوبله اړولیده.

بخت الرحمن بخت…………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x