نظــر

طالبان او په رسمیت پیژندنه

قاري عباس

طالبان که له ظهور وڅیړل شي د متعال رب مرسته ورسره څرګنده ده او ښکاري چې رب العزت دوی یو مقام ته رسوي، هغوی چې د اسلامي نظام د مخنیوي په ازمیښت کې واقع دي مثال یې د لمر ختو سره د جګړې په مانا دي چې عاقبت یې شرمندګي ده.

طالبانو په تقوا او اتحاد د امریکا په مشرۍ د ناټو د ښکاره او پټو متحدینو په وړاندې د قادر ذات په نصرت جهاد بري ته ورساوه، همدوی نه منله اوس چې وایي طالبان نظام جوړولی او پر مخ بیولی نشي، که طالبان کارونه هم په اتحاد او تقوا سره وکړي نظام به هم ان شاء الله منظم کړي خو کاش چې له علمه ناخبره د غربیانو او سیکولرانو له تبلیغاتو متاثرین د طالب حقانیت او د کفارو دښمني بیا هم وپیژني.

هغوی چې طالبانو د دوی کورنۍ او خواخوږو باندې د ظالمو او فاحشو کافرانو په ملتیا ناتراشه ظلمونه وکړل طالبانو ورته عفوه وکړه، غور وکوئ! هماغه ظالمان، قاتلان، مجرمین او مفسدین نړیوالو په رسمیت پیژندل خو طالبان نه پیژني؟

له شک پرته چې نړیوالو سره روابط اړین دي خو دا چې له یوې خوا د طالبان د بریا یو اصل (اتحاد) په اسلامي شریعت د عمل په بنیاد ولاړ دی نو له بلې خوا که دنیاوال رسمیت د شرعي نصوصو او افغاني کلتور په ماتولو ورکوي دا یې نو بیا تکراري اشتباه ده ځکه طالبانو په ځان پسې بمونه د اسلامي نظام لپاره تړلي نه د رسمیت پیژندلو لپاره.

افغانستان د اقلیم، جغرافیې او سپیڅلې اسلامي عقیدې په بنیاد غني هیواد دی، ډیر کرت همدا علتونه د یرغلونو او ناآمنۍ سبب شوي دي، اوس چې لله الحمد امارت نافذ دی یرغلګر نشته، جاسوسان یې واک نه لري او آمنیت برقرار دی نو قدرت د خالق تعالی دی چې د افغانستان موقعیت او پکې شته خلک او شیان که وڅېړل شي ډیر هېوادونه بله چاره نه لري پرته له دې چې یا اسلامي امارت په رسمیت ونه پيژني او یا بیا یرغل ته حشر نه شي خو د یرغل د حماقت انرژي او معنویات نور ان شاء الله کوم هیواد کې نشته.

کوم خلک چې خپل هیواد څخه هغوی ته فرار کوي چې په دوی یې دا حال راوستی اصلاً دې خلکو تر اوسه خپل دښمن نه دی پیژندلی او دوی اکثره د یرغلګرو دوستان دي، همدا ښکاره او پټ یرغلګر وو چې د دوی سره د عسکرۍ، جاسوسۍ او ماموریت بغیر یې د کارونو نورې ټولې لارې تقریباً تړلې وې او طالبان سره د دې چې مخکيني مامورینو څخه اوس کار زیات کوي، بنیادي کارونه یې پیل کړي اکثره یې معاش او رسمي وظیفې هم نه لري خو د کابل ادارې تقریباً ټولو ملکي مامورینو ته معاشات ورکوي.

نو ای فکري مغلوبینو او فراریانو! غلامي په بې غیرتۍ او بې حیایۍ کیږي، طالبانو کې که د غلامۍ ماده وای نو د دې عصر د فرعون (امریکا) سره د ډغرې پر ځای یې ورته غلامي کوله، بس تاسو د غلامۍ خصلت پریدئ د امریکا په مشرۍ ناټوګۍ شکست خوړلی راځي چې د افغانستان له امکاناتو افغانستان داسې آباد او عیار کړو چې نورو ډیرو هیوادونو ته مونږ د کومک سربیره رښتونی اسلام هم ورسوو.

د غیرتي مسلمانانو ټاټوبی افغانستان د شاهانه موقعیت او زراعتي صفتونو سربیره د زیرمو کان دی، زر دی چې د خالق تعالی په فضل د آمنیت او مخلصو مسلمانانو د کارونو په برکت به یې اقتصادي ګراف په مثبته توګه داسې پورته شي چې د زیاتو پښیمانه شوو فراریانو په شمول به نور ډیر نړیوال دلته د سرمایه ګزارې او سیاحت لپاره راځي او مونږ به ان شاءالله په اسلامي نظام سنبال سوکاله افغانستان ولرو.

و ما علینا الا البلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اوس چی جنګونه نشته بیا دومره سټو او ببرو ویښتانو ته ضرورت نشته. اوس د ملایان هم ځانونه لږ منظم او خپل کالی دی وتوکړی وساتی ګورو چی اوس یی هم یو پاڅه ټیټه او بل جګه ده. لږ مو نظم برابر کړی ټوله دنیا مو وینی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x