افغانستان

امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): قطر ته په سفر تللي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن د شنبې په ورځ له خپل قطري سیال شیخ عبدالرحمن آل ثاني سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، په دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، افغانستان کې د امنیتي، تعلیمي او بشري وضعیت ترڅنګ په یو لړ نورو موضاعتو خبرې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، په دغه مهال د افغانستان اسلامي امارت پلاوي په افغانستان کې د امنیتي حالت د بهترۍ، د ښې حکومتولۍ په مختلفو برخو کې د پرمختګونو د معلوماتو ورکولو ترڅنګ له قطري چارواکو څخه د هغوی د بشري مرستو له امله مننه کړې او د همکاریو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

باید وویل شي چې تیره ورځ د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي په قطر کې ددغه هېواد د مختلفو وزارتونو او ادارو له استازو سره په بیلابیلو موضوعاتو خبرې او بحثونه کړي، د کومې پایله کې چې قطري چارواکو له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د همکاریو ژمنې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx