
لوګر کې د پاسپورټ اخیستلو پرمهال شخړه کې دوه تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د لوګر ولایت د پاسپورټ امریت کې د ویش پرمهال شخړه کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
پژواک خبري آژانس د یوې باوري سرچینې په حواله راپور ورکړی چې نن غرمه یوولس بجې د لوګر ولایت امنیه قومندانۍ د پاسپورټ آمریت کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یوه ډله وسله والو طالبانو غوښتل له خپل نوبت څخه مخکې پاسپورټ ترلاسه کړي؛ خو د بلې ډلې وسله والو طالبانو له مخالفت سره مخ شول.
سرچینې زیاته کړې، چې د دواړو لورو ترمنځ لومړی لفظي شخړه او وروسته وسله واله نښته رامنځته شوه، چې په ترڅ کې یې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه ملکیان ټپيان دي.
د لوګر امنیه قومندانۍ چارواکو تراوسه ددې پېښې په هکله څه نه دي ویلي او نه هم د وژل شوو کسانو د هویت په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
باید وویل شي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ په لوګر ولایت کې د پاسپورټونو د ویش پروسه پیل شوې، چې د خلکو د زیاتوالي له امله هلته سخته ګڼه ګوڼه وي.
لوګر کې دمجاهدینو په نامه څه داسې دلګۍ ًد توپکیانو په دا شل کاله کې موجودې وې چې په ناروا او غیر شرعی کړنو متهم وو . اولس کې خلکو ته مالوم دي . بلکه جنوبي سمت کې داسې نور هم شته . مونږ ته مالومې دي . خو دغه طبقه مفسدین دهغو خلکو لخوا مسلح شوي کوم چې د هغو اوبه لکه دپخوانیو پنجشیریانو د خپل زورور فشار له امله په لوړه خیجي . دوی کې نورې کړنې هم شته له وخت سره به یې ملت وګوري .
دا خو ښه کار شوی چی یو دوه بدماشه سرتمبه کسان مردار شوی خو زه یی مسؤلیت د امنې پر قوماندانی باندی اچوم ځکه هغوی باید هلته نظم برقراره کړی طالب دی هم په صف کی په خپل نوبت کی ودریږی طالب خو څه د چا پلار ندی ټول عمر یی د ملت او د همدغو کلیوالو ډوډی وخوړه اوس په عوض د دی چی خلک مخی ته کړی ځانونه مخی ته کوی.
داسی طالبان دی دخدای په غضب اخته سی چه دعادی خبری په سر وژلو ته سره ورسیږی. هغه طالبان چه دنظم دمراعات په خاطر توپک ته لاس اچوی او پوهیږی چه داسی بدی نتیجی ته رسیږی هغه باید دنظم ساتلو په ځای دنظم جوړولو چلول زده کړی.
دا ځنې اشخاص چې د طالبانو په مينځ د طالب د پاک نوم نه ناوړه استفاده کړې بايد ژر تر ژره د افغانستان اسلامي امارت ېې د خپلو ليکو نه وباسي. ځکه چې دغه ناوړه اشخاص د خو طالبانو د بدنامۍ سبب ګرځي. مننه
داسی دیر لندغر شته دی چی د طالب د نامه خخه استغفاده کوی نه یوازی دوی بلکی د دوی دلګی مشران هم تعقیب او وپوشتل شی
دا ډول کړنی خو هیڅکله هم د واقعی طالبانو له کړنو سره سر نه خوری دا خو اربکیانو او ټوپکیانو ته ورته کړنی دی. د ناوړه مواصفاتو لرونکی کسان او یخوانی بده سابقه لرونکی بد نام او مفسد کسان باید د طالبانو له لیکو تصفیه او و ایستل شی دتصفیی کمیسیون واقعا هم چی ډیره مهمه وظیفه لری نو باید چی خپله وظیفه په ډیره امانتداری، اخلاص او صداقت سره سرته ورسوی ځکه چی ددوی کار واقعا هم چی د اوسنی حاکم نظام لپاره حیاتی رول لری.