افغانستان

د رئیس الوزرا لومړنۍ وینا په اړه د خلکو غبرګونونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): تېره شپه رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د افغانستان رادیو تلویزون له لارې ملت ته اوږده وینا وکړه.

د رئیس الوزرا د لومړنۍ  وینا په اړه په ټولنیزو رسنیو کې مختلفې تبصرې شوي دي. په افغانستان کې مېشت ټولنیزو فعالانو چې له ځمکنیو واقعیتونو ښه اګاه دي د رئیس الوزرا لومړنۍ وینا ستایلې او دا یې له صداقت او اصالت ډکه وینا ګڼلې ده.

خو د تېر رژیم هغه چارواکو چې له افغانستان تښتيدلي دي او په ټولنیزو رسنیو کې ورته د «ټامیانو» اصطلاح کارول کیږي د رئیس الوزرا د وینا پر محتوا بیا برسېرنې نیوکې کړي دي.

لیکوال او شناند ډاکتر وحیدلله مصلح لیکلي دي چې « ملت ته په ويناو کې ايماني او اخلاقي بعدونه د دې ملت د فکر او ذهنيت ترجماني کوي، ايماني او اخلاقي خبره ملت ته مورال او انګېزه ورکوي او د ملت او قيادت تر مينځ  اړيکه ټاکي. ښه مشر په معنوي يادونو ولس تشويقوي او جهت ورکوي. څوک چې په خپل ملت کې ريښه نه لري هغه نو معنوي جوهر هم نه لري.»

همدا راز د پوهنتون استاد ذاکر جلالي پر خپل ټویټر  ویلي چې «پوپوليزم ملتونو کې منافقت، فريب او دوه‌مخۍ ته لار اواروي. موږ ۲۰ کاله دا تش‌منځې چغې واورېدې. په تېره دغني مکياوېلېستي چغنې ويناوې…اوس دصداقت او اصالت دور دی. ارګ کې ناست سپين‌ږيری رئيس‌الوزرا اړ ندی چې درواغ ووايي يا پوپوليستي چغې ووهي. د ولس په ژبه په پوره وقار سره غږېږي.»

د پخواني ولسمشر اشرف غني مشاور  عبدالستار سعادت هم د رئیس الوزرا د لومړۍ وینا ستاینه کړې او ویلي يې دي چې  رئیس الوزرا په هغه حد کې وغږېده چې څه يې پر وس و.

هغه وايي چې «د سپین ږیري رئیس الوزراء سکوت مات شو؛ سعدي ته یې ‘علیه السلام’ ونه ویل، دلخراشه چیغې یې ونه وهلې، پوپولېستي ژمنې یې ونه کړې، ویې نه ویل چې ټول وطن مې درجوړ کړ (جوړ مې کړ که مې جوړ نه کړ)… هغه څه یې چې په وس کې و، په هغه حدودو کې وغږېدهٔ.  هغه وعدې چې پوره نه شي، زړونه ماتوي.»

شفیع اعظم په نوم یو بل ټولنیز فعال لیکلي دي چې « د اریانا سعید په زمزمو او اشرف غني په لملمو روږدي د ساده ولسي وینا په عمق او درک چېرته پوهېږي. اوس په ارګ کې هغه ژبه غږېږي چې هغه له ارګه دباندې ده. هغو دردونو ته مرهم لټول کېږي چې ټپونه مشترک دي. اوس د څوکۍ ګټلو لپاره ملت ته دروغ نه وېل کېږي. له خدای ویره پر ارګ حاکم اصل دی.»

احمد تقي بیا د رئیس الوزرا پیغام د اټم بم ګوزار ګڼلی دی. هغه پر خپل ټویټر لیکلي: «بیان نه و، پر سګشویانو سم دم د اټم بم ګوزار و.»

عصمت قانع بیا پر خپل فیسبوک لیکلي دي چې « ټاميان اوسنى وضعيت بهانه کوي چې څنګه ياست په اشرف غني پسي ارمان کوئ کنه؟ وه وروره اوس خوڅوک دنړيوال تفکر لاپي نه وهي،دناکامه هيوادونو دکاميابۍ نسخه خو نه ورسره ګرزوي،ديومليون کورونو او يو مليون کارونو ټسي خو نه ولي. وايې په زور راغلى يم نه مې وعده درسره وه نه ژمنه»

عبدالستار سعید بیا د رئیس الوزرا د وینا د هغه برخې چې د رزق وعده الله کړې ده  لیکلي دي چې « زموږ لپاره اولویت، زموږ مخاطب او زموږ سرمایه د دې وطن عام وګړی، کلیوال، ښاري، بزګر او کسبګر دی. زموږ خطاب هغو بې دینه ټامیانو ته نه دی، چې باور لري، باد، باران، رزق، ژوند او مرګ ټول د غرب د سوډرمینانو په لاس کې دي. زموږ چیغه او بوغاره پرون هم تر الله وه، بیا به هم تر الله وي.»

قیس احسان بیا د رئیس الوزرا وینا ولسي بللې او په وینا یې هغه د ولس په ژبه وغږید او ولس او عسکر یې خپلو اصلي او واقعي مسوولیتونه متوجه کړل. «نه یې هندوستان ته د برق ورکولو لافه ووهله، نه یې ګولۍ د ټانګ وخړوله او نه يې د زړه د لملمې شکایت وکړ.»

احمدضیاء مشفق پر خپل فیسبوک لیکلي دي چې د رئیس الوزرا «دې خبرو کې […] د دې ملت لپاره پوره درد او اخلاص نغښتی، په دغسې صادقانه او دردمنه لهجه توصیه ما دا شل کاله د حاکم له خولې نه وه اوریدلې.»

عماد دوران بیا لیکلي دي چې رئیس الوزرا د خبرو له اندازه پاک نفسه صادق او له خدایه ډاریدونکی انسان ښکارېده.

هغه د نوموړي وینا نقد کړې او په وینا يې «رئیس الوزرا هیڅ د مسوولیت منلو روحیه نلرله، خبرې یې له دغه منصب سره هیڅ نه ښایدلې […..] خبرې یې له جنسیتي تبعیض هم اغېزمنې وې چې “که څوک نر وي…”،  ټولې چارې یې پر پروردګار سپارلې».

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا زمونږ غبرګون هم پکې اضافه کړی

مسرور

دده اتباع او دی دروغ وایی
والله دده په مخ کی توری تیاری او نفرت ښکاری

دده بچیان د مسلمانانو په کورونو پټی چاپی اچوی او دمسلمانانو بی عزتیانی کوی

الله مو په دنیا او اخرت ذلیله کړه
مکمل صوفیان او ګمهرا کن یاست

ځیرک څارونکی

دومره تباه کن اثرات چی نن سبا د اصلی غیرمقلدیت (خوارج العصر) د تفکر له لوری اسلام، مسلمانانو او اسلامی ټولنی ته متوجی دی د ګمراه کن تصوفی فکر له لوری متوجی ندی. د اصلی غیر مقلدیت تفکر به مسلمانان یوازی توری تیاری ته ټیل وهی نور به هیڅ هم په لاس ورنکړی.

Sayed

عبدالستار سعید بیا د رئیس الوزرا د وینا د هغه برخې چې د رزق وعده الله کړې ده لیکلي دي چې « زموږ لپاره اولویت، زموږ مخاطب او زموږ سرمایه د دې وطن عام وګړی، کلیوال، ښاري، بزګر او کسبګر دی. زموږ خطاب هغو بې دینه ټامیانو ته نه دی، چې باور لري، باد، باران، رزق، ژوند او مرګ ټول د غرب د سوډرمینانو په لاس کې دي. زموږ چیغه او بوغاره پرون هم تر الله وه، بیا به هم تر الله وي.» ښاغلی س سعيد، تاسې د بي دينه ټاميانو خبره کړې ده، خو د هماغه خدای وينا ده چې… نور لوستل »

طاهر ثابت

هغه چه په کابل او خارج کی اوسی نو هغه به دطالبانو له مصارفو څه خبر وی. کلیو ته ولاړ سی چه مالومه سی طالبانو څنګه ګزاره کوله او څنګه اعانی ورته ورکول کیدی.

غوربندي

sayed صاحب تر پرونه مو وېل چې د حکومت مشران ولې چوپه خوله دي، نن چې یې په زړه پورې وینا وکړه دا مو حال دی،،، ستاسو له پورته لیکنې مالومیژي چې تاسو اهل سمع او د رییس الوزرا حقظه الله و رعاه د وینا مخاطب نه یاست،، آبله ورځ چې د کابل فیشنتون تش په نوم استاد په تلویزیون کې ښکنځلې کولې،، نو بیلابیلو خلکو یې د بیلابیلې تنبیه او تادیب هیله څرګندوله،،، زما هیله دا وه چې دا له ځانه ورک او بیګانه مو د هېواد په ټولو سیمو، کلیو او بانډو کې ګرزولی وای،، تر څو یې… نور لوستل »

غمی،پښتین

سعید صاحب ته،
طالیبانو ته د جګړه په وخت کی کباب شوی پسونه سره د سلاد اسمانی راتلل ،په ونو کی به ورته اویزان ول.دا زه نه وایم ،دا د دوی یو غټ ملا وایی ،راځی چه اوس ټول طالیبانو ته ورشو،ورته واوایو چه د افغانستان هر کور په سر یو یو پسه روزانه حواله کړی ،خیر دی سلاد د ورسره نه وی ،مونګ بی سلاد قبول دی،وږی یو ،

ځیرک څارونکی

یوازی او یوازی عایداتی منبع مهمه نده سالم سوچ، فکر او عقیده او ددې سره په څنګ کې په خلکو کې ریښه مهمه ده. یوازی عایدات هیڅ درد هم نشی دوا کولای که یوازی عایداتو درد دوا کولای شوای نو د امریکایانو په خپل اعتراف د طالب مخالفه جکړه مارو عایداتی منبع له طالبانو څوه برابره زیاته وه او د طالبانو په نسبت ډیر ښه مجهز او د جګړی قسما قسم سهولیات او وسایل په لاس ورکول شوی وه ولی ځان ټینګ نشوای کړلی او هر څه ئې طالب ته په لاس ورغلل.

Sayed

که څه هم د کميسيون له اډانې نه د بهرنيانو د ايستلو وړانديز لومړى افغان ولسمشر حامد کرزي د دې لپاره کړى و چې په وينا يې غواړي ټاکنې له بهرنيو لاسوهنو وژغوري، خو په هماغه لومړيو شپو ورځو کې د هغه دغه وړانديز د ده د سياسي مخالفانو له خوا د کلک غبرگون سره مخامخ شو. ستار سعادت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر شو – BBC News پښتو دا به بې انصافي وي چې د هر څه پړه پر ولسمشر غني ورواچول شي. دا مخالفتونه خو پخواني وو او غني ته هم په ميراث ورپاتې شوي وو او او… نور لوستل »

طاهر ثابت

داسی ځواب دنامسلمان ځواب بللی نسو. هغه چه ځان سم مسلمان بولی هغه دشکر اداء واجب بولی.

محمدعبدالله

ځينې خلک دا نه درک کوي چې خدای تعالی مخلوقاتو ته روزي ورکوي، بيا يوه پوښتنه هم مطرح کوي او وايي: خدای تعالی څنګه مخلوقاتو ته روزي ورکوي، چې ځينې يې مسکينان او بې وزله پيدا کړي او ځينې نور يې شتمن پيدا کړي؟! يا وايي: مونږ خو کله هم ونه ليدل چې له آسمانه رزق را ښکته شوی وي!، دوی بايد پوه شي چې رزق يواځې پيسې او دنيوي مالونه ندي، که خدای تعالی بشر ته روزي نه وای برابره کړی؛ نو فقير او غني ته به يې د طعام د تيارېدو وس نه وای ورکړی، یعنې که له… نور لوستل »

طوطی

د وسلو د قاچاق په مورد کی یی هیڅ خبره ونکړه، دا چی پاکستان په ځینو ځایو کی د افغانستان خاوره اشغال کړی پدی مورد یی هیڅ څه ونه ویل داسی یوه خبره یی هم ونکړه چی د افغانانو هیله مندی پیدا شی د آینده هوسا او ښه ژوند لپاره بس ویل یی چی شکر وکاږی او بغاری مه وهی.

اسلام زنده باد

ګوری ورونو! یو خبره د ایمان او عقیدی ده او بله خبره د فعلی دنیا کی د دبهتر امکاناتو د لرلو لپاره علمی او مسلکی طرح جورول او پیاده کول دی. دیکه شک نشته دی چی رزق ورکوونکی الله متعال دی او عقیده هم همدا لرو حتما به خدای تعالی شکرونه باسو چی شکر کفار مو ملک خخه لارل او زاری به کوو چی نور مشکلات هم حل شی. خو، دا مشکلات خدای تعالی ته یوازی په دعا نه کیژی زکه الهی اصول داسی نه دی چی، په تشو دعاوو او ژراګانو د اوبو بندونه جورشی، یا هم په یوازی… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

هیڅ کمزوری بیان ئې ندی ورکړی بالکل صحیح خبری وکړی. هغه انسانی سعیه او اخذ بالاسباب رد نکړل په صراحت وویل چی د خلکو د مشکلاتو په حل د انسانی وسی په محدوده کې بوخت دی، وویل چی اقتصادی کمیسون جوړ کړی او دا کوی او هغه کوی، صرف سیکولر غرب تفکره بی دینه، ملحدو او کوتاه نظره اسلامی فکر لرونکو کسانو ئې له خبری ډنډوره جوړه کړی او نا کامه تبلیغاتی هڅه کوی چی هیڅ هم لاس ته ورتلونکی ندی.

اسلام زنده باد

جنابه په کوم شی او مسلک کی تخصص لری؟ سو کاله کاری بین المللی تجربه لری؟؟؟ د کفر تاپه پر چا مه وهه !!!! اوس خو می نه ته پیژنی نه هم نن تکی اسیا اداره نو زکه په ویلو کی یی ریا نشته، باور وکه که می په دوه کاله کی هم د جماعت لمونز قضا کری وی. په خپل مسلک کی دوکتورا لرم ۱۵ کاله کیژی د دنیا په یو بهترین پوهنتون کی استاد یم نو سه چی لیکم نو بیا جنابه غوژ ورته نیسی. که ستاسو دغسی سرتمبه ګی وی باور وکه چی ، کارونه درخخه خراب… نور لوستل »

Back to top button
15
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x