افغانستاناقتصاد

ایران ته د افغانستان صادرات د پخوا په پرتله پنځوس سلنه زيات شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤولين وايي، روان لمريز کال کې ایران ته د افغان توکو صادرات ۱۷ ميليونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه زيات شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد يونس مومند ويلي، له تېرو درې لسيزو زيات وخت راهيسې موږ ایران ته صادرات لرو، خو بیا هم ایران افغان توکو لپاره ښه بازار نه لري، هلته پرې لوړې تعرفې لګول کيږي او موږ غواړو، چې ایران هم د نورو هېوادونو په څېر پر افغان توکو خپلې تعرفې کمې کړي.

په ورته وخت کې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤولين وايي، د وچې مېوې، کرهنیزو توکو او د زغالو ډبرو صادرات د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه زيات شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د صادراتو زياتوالی د هېواد اقتصاد لپاره ګټور دی او همدارنګه ورسره خلکو ته د کار زمينه هم برابريږي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر رښتيا ويلي، که د افغان توکو معيار ته جدي پاملرنه وسي، نو بې له شکه زموږ صادرات به ګاونډيو هېوادونو ته زيات شي او د افغانستان اقتصاد به ورسره قوي شي.

دا په داسې حال کې، چې د ایران ډېری توکي افغانستان ته صادريږي او د شمېرو له مخې سږ کال يې د يو نيم ميلياردو ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته صادر کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx