افغانستان

له ارګه خپريدونکې لومړني اخبار «ارګ پاڼه» په فعالیت پیل کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): له ارګ څخه خپریدونکي لومړني اخبار «ارګ پاڼه» نن یکشنبه (لیندۍ ۷مه) په فعالیت پيل او لومړنۍ ګڼه یې نشر کړه.

د چارو ادارې د مطبوعاتو د برخې یو مسوول قاري عبدالستار سعید د «ارګ پاڼه» اخبار د خپرونو خبر ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې دغه اخبار د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د مشر قاري محمدیوسف احمدي په هڅو خپرونې پیل کړي دي.

ښاغلي سعید زیاته کړې چې «ارګ پاڼه» به د هیواد د سیاست د مرکز «ارګ» جریانات او فعالیتونه منعکسوي.

د ارګ لومړنۍ ګڼې د ارګ مهمې پيښې لکه د رئیس الوزراء او د هغه معاونینو ملاقاتونه، د وزیرانو شورا ځیني مهمې پریکړې وغیره منعکس کړي دي.

همدا راز په لومړنۍ ګڼه کې  لنډ انکشافي خبرونه لکه د بیا رغونې، روغتیا او په ځانګړي ډول ژمنیو مرستو د توزیع له تصویرونو سره راغلي دي.

پر دې سربېره د انفوګرافیک په بڼه تجارتي او انکشافي خبرونه او معلومات هم په دغه ګڼه کې نشر شوي دي.

«ارګ پاڼه» په ښه کاغذ په څلورو مخونو کې نشر شوې ده او داسې اټکل کیږي چې په اونۍ کې به یوه ګڼه نشر ته سپارل کیږي.

‏د یادونې وړ ده چې همدا اوس د هیواد، انیس، کابل ټایمز او اصلاح په نوم ورځپاڼې هم فعالیت لري.

خو د اصلاح ورځپاڼې نوم د پخوا په شان په شریعت اونیزه بدل شوی چې په اونۍ کې دوه ځله چاپيږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

په ارګپاڼه کې باید تاریخونه په هجري قمري، هجري شمسي (لمریځ) او عیسوي بنو ولیکل شي. که یواځې په هجري قمري لیکل کېږي، کېدای شي ځیني خلک مشکلات ورسره ولري. مننه

Adam Khan
Is it available online?
عبدالمالک همت

الحمد لله د ارګ د خپرنيز ارګان «ارګ پاڼي»د ښکلي انځور په ليدو مي سترګي روښاني سوې. بيا دي لوی څښتن لره حمد وي چي په ګران هيواد افغانستان کي د اسلامي نظام په واکمني کي له ارګه ، ارګ پاڼه راووتل. راايستونکو ته يې مبارکي وايم او د اسلام، هيواد او خلکو د چوپړ په لار کي د زياتو برياليتوبونو هيله ورته کوم.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx