افغانستان

ستانکزی: مخالفینو سره په تماس کې یو او ورته وایو چې وطن ته راشئ خو د وزارتونو توقع مه کوئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزی وايي چې دوی د حکومت ټولو مخالفینو سره په تماس کې دي او ټولو ته وايي چې افغانستان دې راستانه شي خو د دې توقع دې نه کوي چې بیا وزیران شي.

ښاغلي ستانکزي نن د بهرنیو چارو وزارت ستوري ماڼۍ کې د وزارت بېلابېلو ادارو ريسانو او معاونینو ته خپله وېنا اورولې ده.

ستانکزي وویل چې ټول افغانان حق لري چې افغانستان ته راشي او په افغانستان کې ژوند وکړي او هيڅوک نشي ویلای چې وطن دې نه راځي.

هغه زیاته کړه چې پرونیو مخالفانو چې دوی یې خپل وطن کې له اوسېدو محروم کړي دي دوی  اوس ورته ته اعلان کوي چې را دې شي او په ډاډه زړه خپل وطن کې اووسیږي.

ستانکزي وویل چې «موږ د جلا وطنۍ سختې لېدلي او اوس مو دا جلا وطني په بل هېڅ افغان نده پېرز.  اوس ازادي راغلې، راځئ په ګډه ترې خوند واخلو».

د نورې نړۍ سره د اړیکو په اړه ستانکزي وویل چې د نوي افغان حکومت  اړیکې له نړۍ سره نه دي پرې شوي او ډیری هیوادونه کابل کې خپلو سفارتونو پرځای دوحې کې موږ سره په اړیکه دي.

د ستانکزي په وینا «هغوی ته مو و ویل دلته هوټلونو پرځای راځئ خپل سفارتونه پرانیزئ. افغانستان د نړېوالې ټولنې غړی دی. ډاډ درکوم ډېر ژر به افغانان د یوه ازاد ملت په حېث ځانونه نړېوال سټېج کې و ویني.»

شېر محمد عباس ستانکزی وویل چې له نړېوالې جګړې وروسته چې المان بېرته راپورته کېده نو دې عروج ورځې نه لسګونه کلونه وخت ونیوه او  افغانستان له تېرو ۴۳ کالو د نړۍ سترو زبرځواکونو لګدمال کړی نو راپورته کېدل وخت او قوي هوډ غواړي او دې کار لپاره ژمنتیا شته او په ګډه به یې راپورته کوو.

بهرنیو چارو وزارت معین وویل چې دوی له پخوانيو تجربو زده کړه کړې ده او نوی حکومت کوشش کوي چې خلک په اعتماد کې واخلي او داسې څه ونه کړي چې د ولس ارزښتونو سره په ټکر کې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

ستانکزی ته،
چه در ستانه شی څه به خوری؟چه دا همدلته دی ،دا خلک هم دلوږی نه خپل ماشومان خرڅ کړل،تاسو خپله هم سره په ووژل، ته دغټی چوکی لپاره څو میاشتی مرور وی ،مخالفین دومره لیونیان نه دی چه نشت د پاره درشی،ماران خو نه دی چه خاوری وخوری،

Sayed

It’s better to go somewhere and lots of stool as much as you can. I’m thankful to Allah that at least the Panjabi establishment accepted and gave a job to you otherwise I was so worried to you to get a job in the jins emarate.

ګوم نام

هو راځی لخیره دلته خو مو ملت ته ډوډی ورکه هغه هم درته راشی خوند خو به وکی.

طوطی

وزارتونه خو ټول ریزرف شوی او د ملایانو تر منځ تقسیم شوی دی فکر نکوم چاته ماموریت هم ورسیږی. زما ترور زی د خپلی امضاء تمرین کاوو. ورته می وویل والکه څه کوې؟ ځواب یی را کړ: امضاء می قوی کوم امضاء زده کوم چیری به مدیر یا ریس شم پرون می ملا صیب شکور ولید راته یی وویل چی امضاء زده کړه راځه مقرری دی په ما.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx