نړۍ

اسرائيل د اوه ساعتونو لپاره په اوربند موافقه کړې

نن ټکی اسیا(دوشنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۳): د اسرائيلو پوځ وايي چې د غزې په ځینو برخو کې د اووساعتونو لپاره اوربند اعلان کړی دی. ویل کېږي چې دغه اوربند د کابل په وخت په دوولس نیمې بجې پیل شوی دی.

د اسراييلو پوځ وايي چې دوی دغه یو اړخیز اوربند په هغو سیمو کې نه عملي کوي چې هلته اوس هم اسرائيلي پوځیان په جګړه بوخت دي. دوی وايي چې په داسې ځایونو کې یو هم رفح ښار دی چې پوځيان نن هم په عملیاتو بوخت دي.

د حماس ډلې ویاند سمیع ابوظهري وايي چې اسراييل دغه اقدام یواځې د دې لپاره کوي چې په غزه کې له خپلو جنایاتود رسنیو خوله په بله کړي.
د اسراييلو اړوند هغه لا توند نړیوال غبرګونونه راوپارېدل چې پوځیانو يې د ملګرو ملتو په یوه پناه ځای حمله وکړه او ګڼ فلسطینیان يې پکې شهیدان کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یاد پناه ځای د اسرایيلو برید وغانده او ويې ویل چې دا یو شرموونکی برید دی.
د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون هم د اسراييلو بریدونه لېنتوب ګڼلی دی او په یاد پټنځي باندې شوی برید يې یوه مجرمانه کړنه بللې ده.

یاده دې وي چې د اسراييلو په خونړیو بریدونو کې په نږدې میاشتنۍ جګړه کې تراوسه پورې نږدې دوه زره تنه فلسطینان شهیدان شوي دي چې ډېره برخه يې ماشومان او ښځې دي.

بل پلو د رسنیو له قوله تراوسه پورې د اسراييلو څلورشپېته پوځیان وژل شوي دي.
که څه هم د اسراييلو صدر اعظم ویلي دي چې دوی به تر هغو جګړې ته دوام ورکړي چې تر څو له مقابل لوري د خطر احساس له منځه يوسي. مګر د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې مسلمانو او غیر مسلمانو داسراييلو دغه نږدې میاشتنی وحشت غندلی دی او دنړۍ په سطحه پراخ لاریونونه ترسره شوي دي.

د چارو د شنونکو په اند د اسراييلو دغه اقدام یواځې نمایشي بڼه لري، او شونې نه ده چې د دوی په خونړیو بریدونو کې به ځنډ رامنځ ته کړي. او دا چې دې تش په نوم څو ساعته اوربند ته يې د «بشردوستۍ» نوم ورکړی له ملنډو پرته بله معنی نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x