دیني، سیرت او تاریخ

بیت المال څه دی؟

رحمت الله فیضان

بیت المال اسم مکان دی او پر هغه ځای یې اطلاق کیږي چې عمومي او خصوصي اموال پکې ساتل کیږي.

اصطلاحا: بیت المال د(مسلمینو بیت المال) هغه ځای ته ویل کېدل چې د اسلامي دولت عمومي او منقول اموال پکې ساتل کیدل، د زمان په تریدو سره د(مسلمین) توری ترې حذف شو یوازې بیت المال پاته شو چې هماغه د مسلمینو د بیت المال معنی افاده کوي، په تدریج سره د مسلمانانو عمومي اموالو لکه نقدي، منقول اشیا، ځمکه او نور هم په بیت المال کې ور شامل شول.

د بیت المال مخینه:
جزیرة العرب له اسلام وړاندې منظم واحد مالي نظام نه درلود خو کله چې اسلامي دعوت انتشار پیدا کړ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اسلامي حکومت د مالي چارو برخه تاسیس کړه، د اسلامي حکومت لومړنی در آمد غنایم ول چې په غزواتو کې د مسلمانانو لاسته لویدل دا اموال به د رسول صلی الله علیه وسلم په امر د مسلمانانو ترمنځ ویشل کېدل له دې ډلې څخه د بدر او بني قینقاع غنایم ول.

د بني نضیر ځمکه د مسلمانانو لاسته لویدل لومړنۍ غیر منقول غنایم ول چې د مسلمانانو لاسته ولوېدل او د مهاجرینو تر منځ وویشل شول.

پر غنایمو سربیره زکات او جزیه هم د مسلمینو پر بیت المال ور اضافه شول، پیغمبر صلی الله علیه وسلم به دا اموال له را ټولولو وروسته د مسلمانانو ترمنځ ویشل او د زکات متصدیانو ته یې هم فرمایل چې زکات، د مستحقینو تر منځ وویشي.

بیت المال د خلافت راشده په دور کې:
د مسلمانانو د پراخو فتوحاتو په پایله کې ډیر منقول او غیر منقول اموال د مسلمانانو لاسته ولوېدل نو اړتیا وه چې دا اموال په یو خاص ځای کې وساتل شي، لومړنی رسمي حکومتي بیت المال د حضرت ابوبکر صدیق په خلافت کې را منځته شو‌.

د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په دور کې د مسلمانانو د فتوحاتو ساحه نوره هم پراخه شوه نو د خلافت د مالي او اداري نظام په برخه کې یو لړ ستونزې را پیدا شوې، لومړنۍ ستونزه چې حضرت فاروق رضی الله عنه ورسره مخه شو هغه د هغو ځمکو ساتنه او اداره وه چې د مسلمانانو په لاس فتحه شوي وې، حضرت عمر له مشورو وروسته مفتوحه ځمکې ټولې د مسلمانانو ګډ ملکیت وباله او په ځمکنیو محصولایت یې خراج مقرر کړ او هغه غیر مسلم کسان چي پر دغو ځمکو اوسیدل پر هغوی جزیه کېښوده.

حضرت عمر فاروق ددې تر څنګ د بیت المال لپاره دفتر او دیوان را منځته کړ او د خلافت عواید، مصارف به یې پکې ثبتول، د مسؤلینو او چارواکو لپاره یې معاشات هم تعین کړل، حضرت عمر د مسجد څنګ ته یو ځای د بیت المال په نامه تعین کړی و او څو تنه محافظین یې پرې درولي وو.

د حضرت عثمان او حضرت علي کرم الله رضي الله عنهما په خلافتونو کې هم همدا سستم پر مخ وړل کیده د وخت په تیریدو سره بیت المال د خزاني وروسته بیا د مالیې په نومونو ونومول شو.

د بیت المال د ویش صلاحیت:
له هغه وروسته چي د خلفاء راشدینو له لوري په مختلفو برخو کې اداري او مالي دفترونه ایجاد شول، نو د بیت المال دفتر چې له مهمو دفترونو څخه ګڼل کیده او د ټولو مسلمانانو عمومي اموال پکې ثبت او راجستر شوي وو مستقیماً د خلیفه له لوري اداره کیده، دا چې خلیفه د قدرت په رأس کې قرار درلود نو پر بیت المال باندې تسلط هم ددۀ په برخه و، هغه د اموالو د تصرف په برخه کې د مسلمانانو نایب و.

رسول صلي الله علیه وسلم او خلفاء راشدینو د بیت المال د راټولولو او مصرفولو سرپرستي په غاړه درلوده، یو شمیر صحابه کرامو یوازې د بیت المال د حراست مسؤلیت پر غاړه در لود.

د خلفاء راشدینو په دور کې د بیت المال متولیان یا د نن په اصطلاح وزیران:

د ابوبکر صدیق رضی الله عنه په دور کې:
ابوعبیده بین جراح
عبدالله بن ارقم
معیقیب بن ابي فاطمه

د عمر فاروق رضی الله عنه په دور کې:
عبدالله بن ارقم
معیقیب بن ابي فاطمه
زید بن ارقم

د حضرت عثمان رضی الله عنه په دور کې:
عبدالله بن ارقم
معیقیب بن ابي فاطمه
عقبه بن عامر

د علي کرم الله وجهه په دور کې:

عبیدالله ابي رافع په سیاسي فقه کې د بیت المال موضوع تر جدي بحث لاندې نیول شوې، په دې برخه کې د علماو او فقهاو اجماع ده چې بیت المال د خلیفه، امیر او حکومت په لاس کې د خدای او رسول صلی الله علیه وسلم امانت دی، چې هیڅکله نا مشروع تصرف پکې جواز نه لري، خلیفه یا امیر نشي کولی چې له شرعي حکم څخه پرته یو څه ور داخل کړي یایې ترې وباسي، خلیفه او امیر د بیت المال د هرې حبې او دینار په مقابل کې د خدای او خلکو په وړاندې د ځواب ویلو مسولیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx