نظــر

له امریکا سرہ مرسته

حفيظ الدين پيرزاده

ښایي ځینو ملگرو ته زما د لیکنې عنوان عجیب و بریښي!
د ھغه چا سرہ مرسته چې موږ‎ یې تیر پنځه ویشت کلونه وھلي یو، نظام یې را خراب کړ‎ی او زموږ‎ د بدبختیو اصلي لامل دی؟!!
ھو، د امریکا سرہ مرسته،؛ پر لاندې دلایلو:

۱- غرب د خپلو رسنیو له لارې په تیرو ۲۵ کلونو کې طالب خپل ولس ته ترھگر، قاتل، د ښځو د حقوقو غاصب او ماوراء الطبیعة ور پیژندلی.
اوس په یو دم د خپل ولس ذھنیت نه شي بدلولای نو امارت باید مرسته ورسرہ وکړ‎ي.

۲- د امریکا اختلافات له امارت سرہ د ھغه څه پر سر نه دي چې امریکا و خپل ولس ته ویلي، لکه د ښځو حقوق، بشري حقونه، نشه اي توکي، انتخابات او نور.
خو اوس د امارت لخوا د ھمدې ضمني( غیر حقیقي) لاملونو تر یوہ بریدہ پر ځای کول د امریکا ادارې ته له طالب سرہ د معاملې برئت ورکوي.

۳- د نورې نړ‎ۍ سرہ په خلاص مټ اړ‎یکې ساتل د ھر مستقل او آزاد ھیواد حق دی؛ موږ‎ ھم دا حق لرو او د ھمدې استقلالیت لپارہ امارت شل کاله مبارزہ کړ‎ې، خو زموږ‎ ملي گټې، جغرافیایي موقعیت، لرې نژدې گاونډیان او نور دا ایجابوي چې د خپل ھویت او استقلالیت پر ساتلو پخپل سیاست کې موازنه راوړ‎و.

په دې مانا چې ھیڅ بلاک، شرقي، غربي، گاونډیان او نورو ته دومرہ ورنژدې نه شو چې بل مو ایسته وغورځوي.
نو ځکه باید له امریکا سرہ مرسته وکړ‎و چې مرسته راسرہ وکړ‎ي!

۴- زہ د انگلستان دفاع وزیر بِن ویلیس له دې خبرې سرہ کاملاً متفق یم چې وایي: امریکا نور سوپر پاور نه دی!
خو بیا ھم له دې خبرې انکار نه شي کیدای چې امریکا د نړ‎ۍ یو ستر ځواک دی. زموږ‎ لرې او نژدې گاونډیان، سیمه يیز ھیوادونه او نور ټول په سترو مسائلو کې د امریکا سترگو ته گوري، زموږ‎ د گاونډیانو خو بیا دا حال دی چې په واشنگټن کې د وریځو لړ‎ۍ راشي، دوی دلته چترۍ گانې پر سرونو نیولي وي!
د امریکا سرہ مرسته، دې ھیوادونو ته ھم جرئت ورکوي چې اوسني افغان دولت سرہ راشه درشه پیل کړ‎ي!

څرنگ مرسته؟
له نړ‎یوالې ټولنې سرہ د مرستو په ھماھنگ کولو کې مرسته، د ښځو د وزارت فعالول، د مور او ماشوم پروگرامونو ته توجه کول، د ښځو تعلیمي برخې ته جدي توجه کول، ښځو ته د ژوند په نورو ډگرونو کې ونډہ ورکول، د ولسي خدماتو په رسولو کې له زړ‎ہ څخه پورہ ونډہ اخیستل، له نړ‎یوالو خیریه بنسټونو سرہ یو ځای کار کول او ھغوی ته د ښه خدمت موکې برابرول.

ښایي امارت له نړ‎یوالو ډونرانو څخه د ښځو د ښیرازیو په پروژو کې د فنډونو پر اخیستلو بریالی نه شي، ځکه د باور او تجربې له کمښت سرہ مخ دی خو زموږ‎ په اقلیتونو کې داسې تکړ‎ہ، مجربې او ھوښیارې خویندې شته چې ھم د دې کارونو وړ‎تیا لري او ھم نړ‎یواله ټولنه او نورې خیریه موسسې پر باور کوي.
ممکن ھغوی وھڅول شي چې له نړ‎یوالو پروژې واخلي، او بیا د ھمدې پروژو نیمایي یې په جنگ ځپلو سیمو کې پلې شي!
زہ د دې ضرورت نه وینم ولیکم چې دا کارونه باید د استقلال، ملې ھویت او افغاني کلتور پر حفظ او د شریعت په چوکاټ کې تر سرہ شي!

نتیجه
غربیانو په تیرو شلو کلونو کې دلته د نظام په نوم د خپلو اړ‎تیاوو د پورہ کولو اداري تشکیل را منځته کړ‎ی و.

افغاني جھت یې ھم ھیڅکله پر دې و نه توانید چې د ولسي اړ‎تیاو په اړ‎ہ فکر وکړ‎ي او په دې تشکیل کې د خلکو لپارہ څه ور زیات یا کم کړ‎ي.
د دولت په چوکاټ کې د کوم نوي اداري واحد زیاتوالی یواځې خپل سیاسي مخالف ته د امتیاز لپارہ ایجادیدہ نه د خلکو د اړ‎تیاو پر بنسټ.

د امارت پر راتگ دلته د نظام په نوم څه نه و موجود. افغانستان د خپل جیو پولتیک موقعیت له مخې د ایران او یا کوم بل غرب مخالف ھیواد په حالت کې نه دی چې له نړ‎ۍ سرہ د تربگنۍ پر پاللو به ژوندی پاته شي!

امارت مجبور او مکلف دی چې د خپل ولس لپارہ له نړ‎یوالو سرہ مرسته وکړ‎ي تر څو مرسته ورسرہ وشي.
که په وړ‎و مسائلو کې پر أخف الضررین عمل و نه شي، د انعطاف، تسامح، تعامل او مصلحت لار و نه نیول شي نو د اوسني نظام بربادي ( لا سمح الله ) او د منځه تگ یو عقلي منطقي او فطري امر دی!
که له تدبر او تعقل څخه کار وا نخیستل شي، اوسنی نظام به حتما له منځه لاړ‎ شي.
بیا نه پوھیږ‎م د اما رت کوم شیخ القرآن یا شیخ الحدیث به د الله په حضور کې د دې صریح مبارک آیت د ځواب ویلو جوگه وي، چې فرمایي:
وَأَنفِقُواْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى ٱلتَّهْلُكَةِ ۛ وَأَحْسِنُوٓاْ ۛ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ المحسنين. سورت بقرہ

راځئ! مرسته وکړ‎و چې مرسته راسرہ وشي!

و ما علینا الا البلاغ

حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۲۷/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ُطاهر

ډیر ښه مطلب خو فقط په یوه شی کی درسته موافق نه یم او هغه دا چی تاویل په اقلیتونه کی داسی ښځی شته چی پروژی ترلاسه کړی. وروره ویده یی. داسی تکړه ښځی چی په پښتنو کی شته هغه په اقلیتونوکی نشته . مثلآ هیلی ارشاد شکریه بارکزی او هغه میرمن چی د وردګو ولایت ښارواله شوه

ځیرک څارونکی

هيله ده چی اسلامی امارت ته داسې مشوری ورنه کول شی چی هغه په شهدو کې دزهرو مثال ولری، د اسلامی امارت د کامیابی راز د اسلامی دین او شریعت اصولی چارچوکاټ ته په ژمن او متعهد پاتی کیدلو کې دی. که ئې دا اصول او چارچوکاټ له پامه غورځول نو بیا به ډیر ژر ترینه هرڅه له لاسه وځی او د افغانستان د راتلونکو ناخوالو پړه به هم ورته متوجه وی. اسلامی امارت باید د رسمیت پیژندلو موضوع د افغانستان له داخلی موضوعاتو سره و نه تړی رسمیت پیژندل یوه بهرنی موضوع ده او کوم څه چی اوس د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x