ټولنیزه برخه

ډېر تفاوت دی په انسان کې د معنی په لحاظ

محمدنبي سلطاني

رښتیا هم لکه څنګه چې ﺍﻧﺴﺎﻧﺎن په فزیکي لحاظ، ﺳﭙﻴﻦ، تور، سور، ﻟﻨډ، اوږد، چاغ، ډنګر او … توپيرونه لري همداسې په روحي او عقلي لحاظ هم سره ورته نه دي، د عمل په لحاظ خو بيخي نه سره مقایسه کيږي؛ یو مسلمان به څنګه له کافر سره، یو شقي به څنګه له یو نېکي کونکي سره، یو داعي به څنګه له یو ګمرا کوونکي سره، یو صالح انسان به څنګه له یو فاحش او شر اچونکي سره او یو قاتل به څنګه له یو ژوند ژغورونکي سره مقایسه کوو، دا خو هم د عقل خلاف ده او هم د وجدان، دا خو هم د علم خلاف ده او هم د پوهې او دا خو هم د دين خلاف ده او هم د دنیا؛ ځکه:  یو د الله جل جلاله عبادت کوي، د الله جل جلاله له حکم سره سم د ځمکې پر مخ ژوند کوي، د هغه اوامرو ته غاړه ږدي، پر ملائيکو، کتابو، پیغمبرانو، د اخرت پر ورځ ایمان لری، د الله جل جلاله له پاره قرباني ورکوی، دنیا د کښت کرلو  اخرت د بدلې د ترلاسه کولو ځای بولي، د الله او مخلوق لپاره د ځان او مال قرباني وركوي، د خپلو وروڼو لاسنيوی كوي، خپلو وروڼو ته د خپل خدای ورکړي مال څه د هغوی حق ورکوي، له بخل او حرصه ځان ساتي، د بل پر حق تېرى نه كوي، په کار کې خلکو ته ستونزې او مشکلات نه پېښوي، پر غریب رحم کوي، د مسکین لاسنیوی کوي، له فحش، فسق او فساد څخه ځان ساتي، پر دین، هيواد او خلکو غیرت او شهامت کوي، په جنت او دوزخ باور لري، د ښه او بد، حلال او حرام، مفید او مضر تر منځ توپیر کوي او د عمل په ښې بدلې باور لري او بل د دې برعکس پر الله ایمان نه لري، د الله جل جلاله عبادت نه کوي، د الله جل جلاله له حکم سره سم د ځمکې پر مخ ژوند نه کوي، د هغه اوامرو ته غاړه نه ږدي، پر ملائيکو، کتابو، پیغمبرانو، د اخرت پر ورځ ایمان نه لري، د الله جل جلاله لپاره قرباني نه ورکوي، دنیا د کښت کرلو  اخرت د بدلې د ترلاسه کولو ځای نه بولي، د الله او مخلوق لپاره د ځان او مال قرباني نه وركوي، د خپلو وروڼو لاسنيوی نه كوي، خپلو وروڼو ته د خپل خدای ورکړي مال څخه د هغوی حق نه ورکوي، له بخل او حرصه ځان نه ساتي، د بل پر حق تېرى كوي، په کار کې خلکو ته ستونزې او مشکلات پېښوي، پر غریب رحم نه کوي، د مسکین لاسنیوی نه کوي، له فحش، فسق او فساد څه ځان نه ساتي، پر دین، هيواد او خلکو غیرت او شهامت جوهر پکې نه وي، په جنت او دوزخ باور نه لري، ښه او بد، حلال او حرام، مفید او مضر لکه اوښ ټول تر ستوني تېروي، بخل كوي، د بې وزلي انسان د لاسنيوي لپاره د خپل امكاناتو له مصرفولو ځان ساتي، ښو او بدو ته په یوه سترګه ګوري، د اعمالو په ښو او بدو باور نه لري او….

نو د دغسې د انسان په كړنو كې تفاوت هومره ژور دی لكه يو د بل مقابل كې د شپې او ورځې د تفاوت په اندازه او حتى تر دې هم زيات، قرآن کریم هم موږ ته د اللیل سورې په څلورم آیت کې وايي: چې ستاسې کړنې او لاسته راوړنې بېلا بېلي دي، داسې لکه شپه او ورځ چې توپیر سره لري (يوه روښانه او بله تياره ده، يوه د نور لار وي او بله د تیارو، یوه د ګټې او بله د تاوان ذریعه ده)؛ همداسې ستاسو  کړنې او لاسته راوړنې هم بېلابېلې دي.( سورت الیل: د۱ آیت تفسیر، معارف القران او د قران پلوشې)  هیڅ کله نیکي له بدۍ، کفر الله له تسليمۍ، سخا له کنجوسۍ، اخلاق له بد اخلاقۍ، رحم له بې رحمۍ او… سره نه پرتله کيږي.

له پورتنیو څرګندونو دا په ډاګه کيږي، چې پر دې اعتراف وكړو چې د انسان عمل هم د كيفيت له لحاظه او هم د پايلو او عاقبت له پلوه تفاوت لري. هر انسان د خپل عمل عامل دی، هغه څه چې د ده برخليك ټاكي او د ده د راتلونكي واگي او مهار يې په خپل لاس كې دي، د ده له كړنو پرته بل څه نه دي. ښه او نېك عمل يې له ځان سره د جنت غوره ځاى ته او بد عمل يې د دوزخ بد ځاى ته له ځانه سره بیايي.

دغه نظریې چې د انسانانو اعمال ښه او بد لري، ټول انسانان یو ډول نه دي، ژور توپیر پکې لیدل کيږي، څوک ښه او څوک بد دي، په پښتو ادبیاتو کې هم ځای موندلی او ډېرو شاعرانو د خپل استعداد سره سم پر دې موضوع څه ویلي دي، رحمان بابا وايي:

جاهلان دي په مثال د مردګانو
عالمان دي په مثال د مسیحا

چې مُرده یې له نفسه ژوندی کېږي
عالمان دي واړه هسې اولیا

هر سړی چې رتبه نه لري د علم
سړی نه دی خالي نقش دی ګویا

زه رحمان حلقه بګوش د هر عالم یم
که عالي دی که اوسط دی که ادنی

بل ځای بیا وايي:

هغه زړه چې خدای روښان کا جام د جم شي
په دا جام کې ورښکاره تمام عالم شي

په ادم کې د حيوان خویونه هم سته
بيا هاله يې ادم بوله چې ادم شي

چې خویونه د چارپایو پکې نه وي
سړی خوښ په سړي هله مسلم شي

که په ځان باندې قدم کښېږدې رحمانه
نه فلکه به دې لاندي تر قدم شي

یا دا:
چې سړی له بله بد وايي بد ګوی شي
لا ترې بله خوا روان د ده بد بوی شي

دوست دښمن د سړي واړه خپل عمل دی
هم په دا مـقـدار یې اجر موی به موی شي

هـره ونـه چـې کـږ ه پـه یوه لـور  وي
عـاقبت یـې پرېواته پـه هـغه  سـوی شـي

هومره زیان له خوګه خرسه نه رسیږي
لکـه څوک په ادمیانو کې بد خوی شي

سـړی هـوښ چې د سړي لـه تنه پاڅي
د سـړیـو په  جامه کې خر به شـوی شي

و هغو وته چې خدای په خپله وښود
څه حاجت يې د رحمان په ګفتګوی شي

د رحمان بابا له دغو درو واړو غزلو څرګنديږي، چې د انسان کړه وړه او اعمال تفاوت لري، انسان یوازې په فزيکي جوړښت سره انسان نه بلل کيږي؛ بلکې انسان هغه دی، چې خوی او بوی، کړه وړه او اعمال يې د انسان وي، نه د خدای جل جلاله له امره نافرماني کوي، نه طغیان او سرکشي، نه ظالم ته سر ټيټوي او نه پر مظلوم تيری کوي، نه د حیواني خواهشاتو تابع وي او نې هم خویونه حيواني او نفساني وي.

د رحمان بابا پر څنګ ډېرو نورو پخوانیو او اوسنیو شاعرانو هم انسان د کړو وړو په لحاظ متفاوت او د خپل عمل عامل بللی، هغه انسان يې انسان بللی، چي د الله او مخلوق لپاره د ځان او مال قرباني وركوي، د خپلو وروڼو لاسنيوی كوي، له بخل او حرصه ځان ساتي، د بل پر حق تېرى نه كوي، په کار کې خلکو ته ستونزې او مشکلات نه پېښوي، پر غریب رحم کوي، د مسکین لاسنیوی کوي، له فحش، فسق او فساد څه ځان ساتي، پر دین، هيواد او خلکو غیرت او شهامت کوي، په جنت او دوزخ باور لري، د ښه او بد، حلال او حرام، مفید او مضر تر منځ توپیر کوي او….

ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ
واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
مرحوم ګل باچا الفت
+++
چا ګل نه وينې وڅښلې چا ګل ته وينې ورکړې
انسان څومره بدرنګه دی انسان څومره ښايسته دی
ارواښاد اکرام الله  ګران
+++
انسان څه دی خو ګلاب دی يا عذاب دی
او يا هم يو مخ عذاب دی او عذاب دی
محبوب مشتاق
+++
څوک اخته په هوسونو څوک را گیر په عذابونو
څوک له لوږې لیوني دي څوک لیوان په کبابونو
علي احمد عادل
+++
په بې حاله ښار کې اوسو د نا اهلو دوران ښه دی!
وحشت اوج ته رسېدلی؛ انسان بد دی انسان ښه دی!
نعمت الله نوښت
+++
څومره عظيم، څومره عالي او څومره لوړ دی انسان!
څومره ذليل، څومره شډل او څومره ځوَړ دی انسان!

کله ادم، کله عيسى، کله شداد او نمرود
څومره عادل، څومره قوي او څومره پَـړ دی انسان!

مځکه، اسمان، لمر او سپوږمۍ رب پيدا کړي دۀ ته
څومره متين، څومره کمين او څومره مـړ دی انسان!

ښکلې دنيا، ښکلى ژوندون او ښکلى دين د اسلام
څومره جامع، څومره پوره او څومره جَـړ دی انسان!

ژوند يې سمسور، په ګوله موړ دی په صحت جوړ دی
څومره قانع، څومره طامع او څومره اړ دی انسان
؟

له پورتنیو شعرونو دا په ډاګه کيږي چې انسان هله انسان  دی او د  انسان سپېڅلی مقام تر لاسه کولای سي چې د الله جل جلاله اطاعت او بندګي وکړي، پر الله، ملائيکو، پيغمبرانو، کتابونو او پر حساب او کتاب ایمان ولري، د وژنو، ځورونو، ازار، حسد، بدبينۍ، کرکې، تکبر، عناد او خودخواهۍ له تورو جالونو راووځي خلکو ته د ورورۍ، مينې او محبت لاس ورکړي، د هغوی د خير او ښېګڼې لپاره کار وکړي، ستونزې حل کړي او د باچاهۍ او انسانیت مقام تر لاسه کړي، لکه خوشحال چې وايي:

چې د خلکو نېک خواهي لري په زړه کې
مبارک سه پاچاهي لرې په زړه کې
خوشحال خان خټک

د انسان د ښه والي او بدوالي لپاره د الهي معیار تله هم د الله اطاعت او بندګي ده چې د انسانانو تر منځ ښه توب او غوره توب پيدا کوي؛ د انسان په څېر خو په فزیکي لحاظ یو مسلمان هم او یو کافر هم، یو سرکښه هم او یو مطیع هم ټول د الله بندګان دي؛ خو د بندګۍ له حیثه په خپلو منځو کې ژور توپير لري لکه مخکې چې یې موږ یادونه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x