نظــر

د رئيس وينا او د شيطان ژړا

عبيدالله رقيب

د ا.ا. وزیرانو درې میاشتې فعالیت وکړ، وروسته یې رئیس الوزراء وینا وکړه؛ معنی دا چې تر قول یې عمل وړاندې او رښتونی دی.

ا.ا. له نړۍ سره د روابطو لپاره لسګونه متقابل سفرونه وکړل، تړونونه یې وکړل یا یې پخواني هغه تأیيد کړل، د ټاپي پروژې په ګډون یې د ډیرو پروژو کارونه په پیلیدو کړل، ایران ته یې د پخوا په پرتله د صادراتو کچه ٪۵۰ زیاته کړه، چین ته یې ټنونه صادرات ولیږل، غربي هیوادونو ته یې د صادراتو لړۍ پیل کړه، د ګاونډیو هیوادونو مرستې یې جلب کړې، د هیوادونو ترمنځ د تجارت لاره یې عملاً په هیواد را سیخه کړه، د ننګرهار هوایي ډګر یې له شلو کلونو توقف وروسته بیا فعال کړ هغه هم د ګاونډي هیواد (ایران) سره په مثبتو اړیکو؛ د امریکا پارلمان ته یې د متقابلو اړیکو د ټینګښت په موخه لیک ولیږل او داسې لسګونه فعالیتونه یې د ولس د ښېرازۍ او د هیواد د ترقۍ په موخه واخیستل. له دې ټولو دنیوي او اسبابي عملیو وروسته یې رئیس الوزراء وویل چې روزي رسان مو الله دی.

اوس نو په ځینو اور بل شو چې ګنې دا خبره یې ولي وکړه! دوی وایي دنیا د اسبابو ځای دی حکومت باید اسباب برابر کړي د عقیدې خبرې به عام خلک کوي.

دا خبري په حقیقت کې له هغو سوړو راوځي چې اسلام او سیاست بیلولو پسې یې کولمې ووتې، اوس چې د سیاست له منبره آن د عقیدې رڼا پورته شوه نو د دوی مفاصل ورسره سست شول؛ په شیطاني تیزونو د حق او حقیقت اذان تیتول غواړي؛ د حضرت أبي هریره رضی الله عنه یو روایت را یاد شو:
«عن أبى هريرة ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال إذا نودي للصلاة ادبر الشيطان وله ضراط حتى لا يسمع التأذين فإذا قضى النداء اقبل حتى إذا ثوب للصلاة ادبر حتى إذا قضى التثويب اقبل حتى يحظر بين المرء ونفسه يقول اذكر كذا اذكر كذا لما لم يكن يذكر حتى يظل الرجل لا يدرى كم صلى» متفق علیه.

ژباړه: کله چې آذان پیل شي نو شیطان شاته وګرځي او په تیزونو اچولو پیل وکړي؛ ملا علی قاري رحمه الله دا روایت تفسیروي چې شیطان د دې لپاره دې عمل ته مخه کوي ترڅو د آذان ناره په خپلو اپلتو تیته کړي دا واقعا تیزونه نه وي خو رسول الله صلی الله د شیطان دې نارو ته تشبیها تیزونه ویلي دي، يا د شیطان مفاصل واقعا د آذان په اوریدو سره سستیږي بیا نو خپل تیزونه نشي تم کولای همداسې جاري او ساري وي… لکه د ‌ډیرو انسي شیطانانو تیزونه چې د رئیس الوزراء له وینا سره جاري شول!

روایت زیاتوي چې کله آذان پوره شي شیطان بیا را وګرځي خو چې اقامت پیل شي شیطان بیا په ځغاسته پیل وکړي د اقامت له پوره کېدو سره بیا راشي او لمونځ کوونکي ته هغه څه وریادوي چې تراوسه یې هیر وو؛ ترڅو د لمانځه رکعتونه ورنه ګډوډ کړي.

د رئیس الوزراء له آذانیزې وینا سره هم ځینو واقعي تیزونه واچول، په منډو سر شول او ځینو بیا تیزونو ته ورته نارې شروع کړې؛ دوی غواړي د مؤمنانو نه عبادت ګډوډ کړي، رکعتونه ورنه هیر کړي او په نورو فکرونو یې ذهنونه مشغول کړي؛ دوی فکر کوي چې دا چاره یې د کامیابۍ لاره ده خو حقیقت دا دی چې په دې سره به د ځانونو سره افغان ولس هم د اور لمبو ته ټېل وهي ګټه به یې یواځې د الله له مخلصو بندګانو سره عناد پالل وي او بس.

دوی د رئیس الوزارء او د ا.ا. له ټولو دریو مياشتنيو فعالیتونو سترګې پټوي او دا یوه عقیدوي خبره یې ډنډوره ګرځوي چې د رزق حواله یې په الله ورکړه.
حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم عینا په هغه وخت کې دا درسونه او دا ویناوې خپل أمت ته اورولې چې په درې کلن اقتصادي او ټولنیز بندیز باندې محکوم و، علت هم دا و چې هغوی ورنه په خپل دریځ کې یوه ذره تنزل غوښت خو رسول اللهﷺ ورسره نه منل.

رسول اللهﷺ هغه وخت هم خپل أمت ته د اللهﷻ د مرستې وعدې تکرارولې چې په عین حال کې یې په نسونو پورې له لوږې کاڼي تړلي وو او د وخت زبرځواکونه ورباندې ګرد چاپیر تاو شوي وو، هسې ساده د مړۍ وعدې هم نه وې، بلکې د قیصر او کسرا د فتحو زیري یې ورکول؛ هغه مهال هم جني شیطانانو تیزونه اچول او انسي شیطانانو ريشخندونه وهل خو یوه لسیزه وروسته هرڅه عملي و.

موږ د مؤمن ولس په توګه د رئیس الوزراء د آذانیزو ویناوو هرکلی کوو او تیزنو شیطانانو ته تسلیت وایو!

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د محترم ملا حسن وينا د يو سوچه مسلمان او افغان وينا ګڼلې شو ځکه چې د عام مسلمان ولس د کلتور او د الله جل جلاله د احکامو په رڼا پيل او د عام ولس په ژبه پاي ته ورسيده. الله ج د افغانستان او افغانان ولس ټول کړاونه پاي ته ورسوي. امين، د يو سوچه اسلامى نظام په هيله 🌹🕌🕋🕌🌹🌴🌹

ځیرک څارونکی

د سيكولر غربی تفکر نه د متاثره کسانو له خوا د اسلامی امارت د رئیس الوزرا د رزق په مورد له خبری نه ډنډوره جوړول به یوازی د همدغو سيكولر غرب تفکره مزدورانو په زیان تمامه شی د خلکو په مینځ کې به نور هم منفور وګرځی نور به هیڅ هم په لاس ورنشی. رئیس الوزرا په خپلو خبرو کې په وضاحت وویل چی دوی په عالم د اسبابو کې د خپلی وسی او توان مطابق کوشش کوی چی د خلکو مشکلات رفع کړی اما وایې اصل چاره ساز او روزی رسان بیا د خلکو الله جل جلاله دی نو… نور لوستل »

ُطاهر

وروره د ملا حسن آخود په وینا کی ډیر ښی خبری وی اوصداقت یی ښودی خو تاسو نو هم داسی مکوی چی هغه یو څه نا مناسبه جمله پګی وی نو په هغی هم سترکی پټی کړی. کی یی داسی ویلی وای چی مونږ خپل دنیوی او اسبابی کوښښ کوو او همدارنګه د الله نه هم نصرت غواړی ځکه چی درزق وعده یی کړی. بیا کومه خبر نه وه. خو دا چی ویی ویل طالبانو د رزق وعده نده ورکړی او هر څه یی الله ته مکول کړل دا بی مسولیتی ښیی. دحکومت وظیفه ده د چی د ملت د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x