
اروپايي ټولنه په کابل کې د بشري مرستو دفتر فعالوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره د دوامداره مرستو په موخه په کابل کې خپل یو مرستندویه دفتر پرانیزي.
دا مطلب د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلسن او ورسر مل پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي سره په لیدنه کې څرګند کړی او زیاته کړې یې ده چې اروپايي ټولنه به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې په تیرو دوه ورځو کې په دوحه کې د کوربه هېواد قطر په ګډون د افغانستان او اروپايي ټولنې د استازو ترمنځ درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان په سیاسي، بشري، روغتیايي او امنیتي حالاتو، خوندي تګ راتګ او مرستو رسولو په هکله بحثونه شوي دي.
په دغه ناسته کې د اروپايي ټولنې هیئت له افغانانو سره د دوامداره مرستو د ژمنې ترڅنګ ویلي، چې د همدې موخه د لاسته راوړلو لپاره په کابل کې خپل مرستندویه دفتر پرانیزي.
په دغه مهال افغان پلاوي د اروپايي ټولنې هیئت ته د بشړ امنیت ډاډ ورکړی او غوښتنه یې کړې چې بشري موضوعات باید له سیاسي هغو څخه جلا وساتل او د فشارونو پرځای باید د همکاریو لار غوره کړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو ورځو راهیسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړی افغان پلاوی قطر ته تللی، ترڅو هلته له امریکايي چارواکو سره د مذاکراتو نوی پړاو پیل کړي.