روغتیا

عامې روغتیا وزارت لوګر کې د کرونا ویروس تشخیصولو یوه دستګاه فعاله کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د لوګر ولایت په نایب امین الله خان روغتون کې د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د کرونا ویروس د معایناتو یوه دستګاه (PCR) فعاله کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت وقایوي برخې سرپرست نعیم الله ایوبي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان د لوګر ولایتي روغتون سره د ۱۲۰ زره ډالرو په ارزښت د کرونا تشخیصولو دستګاه مرسته کړې ده.

نوموړي یادونه وکړه چې دوی په هېواد کې د روغتیایي سکتور د پياوړتیا او ملاتړ لپاره کار کوي.

د لوګر ځایي چارواکي وایي چې اوسمهال په دغه ولایت کې ۷۰ روغتیایي مرکزونه شتون لري چې ډیر شمېر یې د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته د بهرنیو موسسو له خوا پرمخ وړل کیږي.

له دې وړاندې د لوګر ولایتي روغتون ته د لابراتوار نور وسایل سپارل شوي وو خو د کرونا ویروس د تشخیص څانګه له یوې میاشتې راهیسې تړل شوې وه چې له دې وروسته به فعاله شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx