افغانستان

په کابل کې د «خیرخواه» سوداګریز کمپلیکس په جوړولو سره زرګونه کاري فرصتونه ایجاديږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار په زړه کې د خیرخواه سوداګریز کمپلیکس په جوړولو سره زرګونه کاري فرصتونه ایجادیږي او ملي خزانې ته د مالیې ورکولو له لارې د کال ملیونونه افغانۍ ګټه رسیږي.

ددغه سوداګریز کمپلیکس د جوړولو تړون تیره ورځ د ارګ په «سلام خانې» ماڼۍ کې د ځانګړو مراسمو پرمهال د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء د اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د خصوصي سکتور استازي محمدمختار شریفي، کابل ښاروال او د ملي بانک د رئیس له لورې لاسلیک شو.

د نادر پښتون په جاده کې واقع مارکیټ ۸۰۰ دوکانونه چې درې کاله وړاندې (۱۳۹۷ل کال د لړم میاشتې په لومړیو کې) د یوې اورلګېدنې پایله کې سوځېدلي او خاوندانو ته یې په ملیونونه ډالره زیان اووښتی ؤ، پخواني رژیم یې ورته تاوان ورکولو سربیره د مارکیټ بیا جوړولو ژمنې هم کړې وې؛ خو تراوسه دغه کار نه ؤ ترسره شوی چې دادی د افغانستان د اسلامي امارت په راتګ سره د الکترونیکي وسائلو ددغه ستر کمپلیکس د جوړولو چارې به پیل شي.

د خېرخواه سوداګریز کمپلکس د ۳۲،۸ میلیون ډالرو په ارزښت د خصوصي سکتور له لورې جوړيږي او تخنیکي چارې یې د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا له لوري پرمخ وړل کیږي

په دغه الکترونیکي کمپلیکس کې ۱۲۷۸ هټۍ، ۷۹ دفترونه، د ۱۶۸۰ موټرو لپاره پارکینګ، رسټورانټ، زرغونه سیمه او د ورزش لپاره مناسب ځایونه هم په نظر کې نیول شوی چې لومړی دیرش کلونه به د عامه مشارکت او خصوصي د اصولو مطابق خصوصي سکتور ته ورکول کیږي او له هغه وروسته په بشپړه توګه د دولت ملکیت شي.

ددې مارکیټ په جوړلو سره به ۱۲۰۰۰ کسانو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابریږي.

د افغانستان د اسلامي مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، ددې سوداګریز کمپلیکس ۶۷۲۴.۱۶ مربع متره ځمکه د ښارجوړونې او ځمکو وزارت،  ۱۴۲۳ مربع متره ځمکه د ملي بانک، او۱۲۰۰ مربع متره د کابل ښاروالۍ مربوط کیږي، چې د تړون د لاسلیک له ورځې څخه تر راتلونکو دیرشو کلونو پورې به یې ۳۰٪ سلنه عواید حکومت او ۷۰٪ سلنه عواید خصوصتي سکتور ترلاسه کوي او د ۳۰ کلونو په پوره کېدو سره به یاد کمپلیکس له معاوضې پرته د دولت ملکیت ګرځول کیږي.

باید وویل شي چې ددغه سوداګریز کمپلیکس هټۍ والو او سوداګرو د تیر رژيم پرمهال څو ځل لاریونونه وکړل او ددغه کمپلیکس د جوړولو غوښتنه یې کوله؛ خو د هغه مهال چارواکو په یوه او بله پلمه یې چارې ځنډولې، چې اوس یې د چارو پیل ته ټول سوداګر او هټۍ زیات خوشحال دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x