
کابل کې جنايي او امنيتي پېښې په بې ساري توګه کمې شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په هېواد د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته امنيتي وضعيت د تېرو شلو کلونو په پرتله په بې ساري توګه ښه شوی دی او د ژوند چارې په عادي ډول پرمخ روانې دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي دي چې نن دريمه ورځ ده چې په کابل ښار کې د جنايي او امنيتي پېښو کچه په بې سارې توګه راټيټه شوې ده.
#خوشبختانه
نن دریمه ورځ ده چې د کابل په ښار کې په ۲۴ ساعتونو کې د جنايي او امنيتي پيښو کچه په بې ساري توګه راټيټه شوې.
تیره ورځ مو دوه جنایي او یوه امنيتي پيښه درلوده وړمه ورځ او لا وړمه ورځ مو درې جنايي پيښې درلودې.
دا هرڅه د الله نصرت او د ولس فوق العاده همکاري ده.— Qari Saeed Khosty (@SaeedKhosty) November 28, 2021
ښاغلي خوستي ليکلي چې تېره ورځ يې په کابل کې دوه جنايي او يوه امنيتي پېښه درلوده او وړمه ورځ يې درې جنايي پېښې درلودلې.
بايد وويل شي چې تېر شل کلونه د پلازمينې کابل په شمول په ټول هېواد کې هره ورځ لسګونه امنيتي او جنايي پېښې کېدلې چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته دا ګراف راښکته شوی دی او په امنيتي او جنايي پېښو کې په بې ساري توګه کموالی راغلی دی.
د اسلامي امارت امنيتي او استخباراتي مسؤلين هم وخت په وخت په خپلو ويناوو او اعلاميو کې ولس ته د امنيتي وضعيت د لا ښه کولو ټټر وهي او دا هغه څه دي چې عام افغانان يې له تېرو شلو کلونو هيله درلوده.
د چارو څارونکي د هيواد ډاډمن امنيت، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د عامو افغانانو د هوسا ژوند لپاره د طالبانو مهمه لاسته راوړنه بولي.
د کابل ښار سوداګر او اوسېدونکي هم د اسلامي امارت په راتګ سره خوښ دي او وايي چې اوس په ښار کې د ارامۍ احساس کوي او د غلو، انسان تښتونکو او نورو مشکلاتو وېره يې ختمه شوې ده.
وایاست وایاست درواغ په لو لو خیټو او لو لو ږیرو سخت خوند درسره کوی. تاسی پخوانی چارواکی ملامت کول چی دروغ وایی اوس درسره ډیر خوند کوی. خلک بوس نخوری ډوډوی خوری دا ستاسی د خره مارغه دی جی ټول ملت ته دوکه ورکوی
اَتَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ اَنْفُسَكُمْ وَاَنْتُـمْ تَتْلُوْنَ الْكِتَابَ ۚ اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ (44سوره البقر آیاب ۴۴.معنی: آیا حکم کوۍ تاسو خلکوته دنیکۍ او هیرکړی دی تاسوځانونه خپل اوتاسی طلاوت کوۍ دکتاب نوآیاتاسو عقل نلرۍ. ستاسوطالبانواوملایانوځځه خلک ملک پریږدی اودکمونسټانو(خلکیانواوپرچمیانوڅخه ملت خپل وطن پریښووۍ ایران اوپاکستان اونوروملکوته مهاجر سول تاسی دقرآنکریم په معنی نه پوهیږۍ هغه چه وایی زه په پوهیږم تعبیریی غلط کوی تاسودخلکوآزادی سلبوۍ هیڅوک حق نلری چه پر چاهغه حکم جاری کی چه په قرآنکریم کی حکم نوی سوی مثلآ : ږیره خریل ،موزیک ږغول اوهرهغه شۍ چه بل ته یی زررنه رسیږی،داټول داسلام دښمنانوپه تاسوزده کړی دی چه… نور لوستل »