شعـــــرونه

مخامخ ولاړه د سپوږمۍ په رڼا جوړه شي/ کاروان

پير محمد کاروان

مخامخ ولاړه د سپوږمۍ په رڼا جوړه شي
مات باڼه په سترګو کې سړي ته بلا جوړه شي

دا دوهم مرګی خو ته هم پېژنې چې وهم دی
دې دوهم مرګي ته به دې عزم دوا جوړه شي

ته په ذره بین کې د ورېښمو چینجی مه ګوره
ونه د توت څه وي، ترې به غر اژدها جوړه شي

درد لرې او شور کوې، خو شکر چې ژوندی خو یې
مړ به شې دریابه که له شور دې چوبیا جوړه شي *

شاته د نظر چې د چا سترګې د مجنون نه وي
خود به نو پیکه ورته ښکلا د لیلا جوړه شي

غرونه هم یو بل ته بلبلان په سفارت لېږي
ورو، ورو یې ترمنځه سندریزه فضا جوړه شي

ستا پر تندي پښې اېښودل دوی ته ملي ګټې دي
خدای وکړه له دې بدرنګه رنځه دنیا جوړه شي

پروت مې دی په زړه کې، پاس آسمان ته چې ور وګورم
تورو سپینو ورېځو کې نامه د آشنا جوړه شي

ته پرې د اخلاص پتري په مینه مینه ټک وهه
ګوندې چې کاروانه بیا دې ماته دعا جوړه شي

۷ قوس ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
*د حافظ یو بیت مې پخوا لوستی و، کیدای شي اثر یې دلته په دې بیت کې وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x