نظــر

تشدد مقاومت زېږوي

محمد یوسف صابر ساپی

د افغاني ټولنې د بې شمېره ستونزو د ګرداب په منځ کې، تر خپلواکۍ وروسته، دوه خورا سترې او جدي ستونزې اوږد مهاله خصلت لري:

·باثباته سوله او امنیت
·په ځان بسیا اقتصاد او پرمختګ
سره له دې چې طالبانو د خپل راتګ سره، د سرتاسري سولې پیغام راوړ، اما د جګړې بیره لا د هیواد په سر ولاړه پاتې ده. دا وېره یواځې پدې اساس نه ده، چې مار چیچلی د پړي هم وېریږي.

جګړه ځپلی افغان ولس د جګړې د نوم څخه هم وېره لري، د جګړې څخه وېره عیني بنسټونه لري. د باثباته سولې په وړاندې د خنډونو هماغه دوه غوره بنسټونه: بهرني او کورني ګواښونه لا په ځای پاتې دي، د سولې پرته ترقي او سوکالي هم نشته.

سربیره پر دې چې د سولې لپاره د افغان ولس ټینګې ارادې د هیواد د د کورنيو قواوو رښتینی وزن وښوده، چې ټولو نړیوالو په خپلو سترګو ولید. اما د زبرځواکونو د سیالیو په متن کې، د مخالفو ډلو بیا  تمویل، انسجام او استخدام د هیواد او سیمې د سولې او سوکالۍ لپاره باظرفیته ګواښ دی. لدې عیني ګواښ څخه سترګې  پټول، په سیاسي لحاظ  ساده ګي او په تاریخي لحاظ لنډ حافظي ده.

طبیعي ده، چې کمزورې رقیبې ډلې، د خپل قوت د خلا پوره کولو لپاره  بهرنیو پوځي مرستو ته لاس اوږدوي لکه کیڼ اړخو، چې د ښي اړخو په مقابل کې شوروي پوځي مرستو ته ودانګل، لکه یو ځل، چې شمالي ټلوالې د طالبانو په مقابل کې امریکایي یرغلګرو سره لاس یو کړ… همدغه ډول خطر اوس هم عملاً وجود لري. د زور په غرور سترګې پټول ددې معنی نه لري، چې دا ډول ګواښ وجود نه لري. د بهرنیو او کورنیو ګواښونو هر اړخیز، دوامداره او درست تحلیل، درک او په پام کې ساتل د باثباته سولې او سوکالۍ په لور مزل لنډوي.

څرګنده ده، چې چل د زور ملا ماتوي. سیاست د ټولنې د ادارې چل او ول دی. دا چل او ول  هر چا ته نه ورځي. هر عالم او روحاني د سیاست د علم او فن ماهر هم نه دی. په دین کې اکراه نشته، چل ول نشته، مستقیمه لار ده. په دیني چارو کې اکراه، جبر او کوږوالی د قراني احکامو څخه څرګنده، اګاهانه یا غیر شعوري سرغړونه ده. اما سیاست د رضا، زور او ډیرو نورو چلوټو پرته بریالی پرمخ نه شي تللی. همدلته د دین او سیاست پولې سره جدا کیږي.

لوړ دیني مقام منبر دی، لوړ سیاسي مقام د دولت مشري ده. د منبر معنوي مقام تر دولتي مقام ډیر لوړ دی، خو چې څوک پرې پوه شي. د کائیناتو په تقویم کې د  بشریت د عمل او نظر اساسي کرښې(حدود الله) په قرآن عظیم الشان کې نغښتې پرتې دي، چې ټول یې طوعاً او کرهاً ( په اختیار او جبر) تابع دي، څوک یې مني او که نه یې مني، څوک یې درک کوي او که څوک یې نه شي درک کولای.

په زور ډیر څه کیږي، اما ټول څیزونه په زور نه کیږي. علم او عمل ثابته کړې ده: هر څومره چې په ټولنه کې تشدد او زور پکارول کیږي، په همغه اندازه د پکارونکو په مقابل کې مقاومت راپیدا کیږي. پښتو متل دی. کلی په زور نه کښیني.

شوروي او امریکایي زورمندانو د افغانانو کلي ورانولی شول، اما په زور یې کرار نه کړی شو. تشدد د باثباته سولې وسیله نه ده، تشدد شعوري مقاومت را زیږوي، ځکه  د شعور پرته، د تېریدو بله لار نه لري.

که شوروي او امریکایي پوځونو سره په جګړه کې، شورویان او امریکایان تیري کوونکي یعنې ظالمان او افغانان مظلومان وو، برخلاف د هیواد په دننه، د هیوادوالو پر شخصي حریمو باندې د مداخلې په صورت کې داخلي واکمنان تیري کونکي او ولس مظلوم ګرځي.

د ملا عبدالسلام ضعیف د اوو ګونو مشورو څخه لومړنۍ سلا یې همدغه د شخصي حریم حرمت ساتل و، شخصي حریم دا هماغه فردي آزادي ګانې دي، دا هماغه د  بشر عام حقوق دي، چې  هیڅوک، په هیڅ کتاب کې د تجاوز حق پرې نه لري.

پر یو هیواد باندې د بهر له خوا تیری او د فرد په شخصي حریم تیری دواړه تیري دي، دواړه مردود دي.

د مثال په ډول،(د نن ټکی اسیا د شنبې، ۸ لړم، ۱۴۰۰ل د خبر له مخې:  د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو په یوه واده کې د موسیقۍ د غږولو پر سر ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.) دا هماغه د امریکایي ړندو بمباریو ته ورته کار دی.

ددې دولسو کسو په مرګ ژوبله په سلګونه نور خپل، خپلوان دردیږي او د دا ډول ظلم په مقابل کې مقاومت ته راهڅیږي. د یو انسان وژنه دومره مقاومت رازیږوي لکه یو دانه غنم، چې په ځمکه وکري، یو دانه تخم څخه یو وږی غنم را پورته کیږي. تشدد په ټولنه کې اختناق رامنځته کوي او اختناق چې زیات شي، بالاخره انفجار کوي.

برخلاف، عدم تشدد او سوله ییزې چارې د انسانانو تحت شعور څخه هم تیریدلای شي، نو ځکه کیدای شي، چې مقاومت هم ونه زیږوي. په پرمختللو هیوادونو کې د همدغه انساني خصوصیت په درک سره، د تشدد د پکارولو څخه، په ښکاره صرف نظر کیږي. خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره د رضا لارې او چلونه مخالفت نه را پیدا کوي.

منبر، ډله ییزې رسنۍ او معارف د سوله ییز آغیز خورا غوره وسایل دي. د منبر څخه سیاست ته راکښته کیدل په خپله غورځیدل دي، تنزیل مقام دی. د ایران اخوندانو منبر په خپل اختیار کې وساته، دادی څلویښت کاله یې سیاسي قدرت هم وساتلی شو. پدې منځ کې، معارف د ټولنې د وضعیت، د سمې ادارې او پرمختګ اصلي او غوره پارامتر او شاخص دی، چې د همدې مقیاس په ذریعه د ټولنې صعودي او یا نزولي سیر ټاکل کیږي.

ددې نه لیدونکو مسایلو د معرفت لپاره  پکار ده، چې اعتراف وشي: د کائناتو نظم د انساني درک څخه په خورا لوړه کچه جوړ شوی دی. الهي احکام انسان ته، د کائناتو د خورا کوچني جز په توګه بیا واضیح او روښانه دي. ټول دګمونه او فناتیزم د انساني ناپوهۍ او یا د شیطاني غرضونو محصول دي. هر څومره چې معارف او پوهه  لوړه ځي، هغومره د کائناتو د نظم، یعنې د الهي نظام سره سم چلند ته زمینه برابریږي.

په هیواد کې که د معاصر معارف تعمیم لپاره زمینه برابره شي، ټولنه په خپله ارتقایي سیر غوره کوي. اګاه ولس دیکتاتور نظامونه، چې د ټولنې د پرمختګ مخه نیسي، په ځان حاکم نه شي زغملی.  برخلاف که د ټولنې د اګاهي مخه  په هر نامه ونیول شي، ټولنه د انحطاط لوری غوره کوي، د سیاسي واک بدلون هم ورسره حتمي دی.

ټولنیز بدلون او پرمختګ، د انسان د ارادې څخه بهر یوه عیني پروسه ده لکه د روانو اوبو بهیر په څیر جریان مومي، انسان په کې چټک کونکی یا بطي کونکی رول لوبولی شي، ودرولی یې نشي.

په ټولنه کې د معارف او پرمختګ د بهیر په مخ کې خنډ اچول داسې معنی لري لکه د روانو اوبو په مخ کې چې بند واچوې. بالاخره اوبه د بند په سر اوړي یا بند چپه کوي. په افغانستان کې د وروستیو  لسیزو سیاسي بدلونونه د همدغه عیني قانون پر بنسټ رامنځته شوي دي. له بهرنیانو  ګدایي، هیواد ترقي ته نه رسوي، بلکې د هغوی شومو اغراضو ته زمینه برابروي لکه عبدالرحمان بابا چې وایي:

که ګدا د بل په غولي غرض نه کا
سپی به نه کا په ګدا باندې غرض

کله چې له نړۍ ګدایي کوې، نو نړۍ هم سپیان لري، درپسې به غاپي او کیدی شي ودې هم داړي!

د افغانستان په اوسني انجړ وضعیت کې، د بهرنیو د لاسوهنو مخنیوي لپاره، په خارجي سیاست کې ریښتینی ناپییلی سیاست ضرور دی. د یو زبرځواک سره نژدې اړیکي، د نورو حریفانو حسرتونه راپاروي، په معاصر تاریخ کې یې  مثالونه  ډیر دي.

د ناپییلي بهرني سیاست سره جوخت، په داخل کې د  اوږدمهاله خودکفا اقتصاد په لور حرکت د بحران څخه د وتلو حتمي شرط ښکاري. زراعتي او صنعتي پیداوارو ته د خلکو اړتیاوې ښایي تر ممکن حده، د هیواد دننه پوره شي. د غلې کر لپاره د هیواد دننه د کافي څخه زیات امکانات شته، د هیواد خاوره د نفوس په تناسب خورا پراخه ده، خدایي روانې اوبه ډیرې دي، یواځې سمه او فني اداره یې پکار ده. اما نن ورځ صنعتي پیداوارو ته د خلکو غوښتنې ډیرې دي او د هیواد صنعت لا د زانګو څخه نه دی پورته شوی، تر اوسه پورې للو للو ته ضرورت لري. د خلاصون لاره په دې کې لیدل کیږي، چې لکه زیاتره اروپایي هیوادونه د صنعت د پرمختګ يو ځانګړې برخه په لاس کې ونیسي، کومه رشته، چې اومه توکي یې د هیواد په دننه کې موجود وي. د همدغې پرمختللي رشتې د پیداوارو په صادراتو د اړتیا وړ نورو صنعتي توکو د وارداتو پرداخت توان ترلاسه کیږي.

په لنډ مهال کې، د خودکفایي لپاره ښایي، نژدې ټولې دولتي ادارې او موسسات په خپله عایداتي او خودکفا شي. د معارف او امنيتي ادارو پرته، نورې غیر عایداتي او غیر خود کفا ادارې ښایي کوچنۍ یا بشپړ له منځه لاړې شي.

د هیواد همدغه دوه غوره ستونزې یعنې باثباته امنیت او اقتصادي پرمختګ په هیڅ ډول تشدد سره نه هواریږي، برخلاف نورې هم زیاتیږي. د تشدد او عدم تشدد کړنلاره خورا باریکه لاره ده:

– د محکومیت په حال کې د ظالم، تیري کوونکي په مقابل کې په عدم تشدد، عذر زاریو سره هیڅکله هم کامیابۍ ته نه شي رسیدلی. د هماغه معروف قول سره سم: حق اخیستل کیږي، بخښل کیږي نه. بریالیو مشرانو لکه ګاندي، منډیلا… کله کله د عدم تشدد څخه د مبارزې  تکتیک یا سازش په توګه استفاده کړېده.

-برخلاف، د حاکمیت په وخت کې، د هیواد د ساتنې په غیر، تشدد په خپله ظلم دی، تیری دی، نو ځکه مردود هم دی.

بریالۍ واکمنۍ په زور ولاړه نه وي، بلکې د خپل پراخ اقتصادي او سیاسي ظرفیت په بنسټ ولاړه وي، داسې پراخ ظرفیت، چې په خپله سینه کې د هر ډول ستونزو د حل ګنجایش ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x