افغانستان

افغانستان سره د غنمو مرسته؛ هند و پاکستان یې افغانستان ته د لېږد پر لارو چارو اختلاف لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغې چې پاکستان د هند هغه غوښتنې ته چې د پاکستان د واګه سرحد له لارې به افغانستان ته ۵۰زره ټنه غنمو مرسته ولیږي، په پرنسيپ کې موافقه وکړه، دواړه هیوادونه اوس د غنمو د ليږد پر لارو چارو اختلاف لري.

ایکسپریس ټریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي دي چې پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د هند سفارت سره د بشري مرستو د لېږد لارې چارې شریکي کړي دي.

پاکستان د هند حکومت ته پیشنهاد کړی دی چې د هند له خوا مرسته شوي غنم باید په واګه سرحد کې پاکستاني لاریو کې بار شي او بیا د ملګرو ملتونو تر بینر لاندې افغانستان ته ویوړل شي.

همدا راز د لاریو د کرایه اړوند ترانسپورتي مصارف به د هند حکومت ورکوي او د هند حکومت باید ټول غنم په ۳۰ ورځو کې دننه افغانستان ته ولېږدوي.

حاضره اټکل داسې دی چې د ۵۰زره ټنه غنمو د ليږدل لپاره ۱۲۰۰ لاریو ته اړتیا ده.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته یوې ديپلوماتیکي سرچېنې ویلي دي چې هند د پاکستان دغه پیشنهاد باندې اعتراض کړی او ټینګار يې کړی چې د بشري مرستو د ليږد لپاره دې هيڅ ډول شرایط نه ايښودل کیږي.

هند همدا راز غوښتنه کړې  چې دغه غنم باید یا په افغان او یا هم په هندي لاریو کې افغانستان ته ولېږدول شي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باګچي هم تېره پنجشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې پاکستان باید د بشري مرستو د لېږد په اړه هیڅ ډول شرایط کښېنږدي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وايي چې یو چارواکي ورته ویلي دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اختلافاتو سربېره د دې احتمال شته دی چې د غنمو د ليږد د لارو چارو په اړه په دې اونۍ کې پریکړه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

زه حیران دی ته یم چی طالبان اوس هم پر پاکستانیو اعتماد کوی او تر اوسه یی د پنجابیانو منافقت، رزالتی او دوه مخی ته متوجهه ندی. د ټاپی پروژه کی یی لغته ووهله او د افغانستان تر ټولو لویه پروژه یی ودروله. طالب ورته ګوری، بیا هند کمک کړی بشری او انسانی پدی کی پاکستان ولی شرطونه ږدی؟ کچیری د ټاپی پروژه چی پاکستان وځنډوله کار پری شروع شوی وای نو د طالب د حکومت په رسمیت پیژندلو کی به یی هم غټ رول لوبولی وای، ولی متاسفانه چی پاکستان د دی ستری پروژی خنډ شو او دا پروژه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x