افغانستان

د «افغانستان اسلامي امارت» لوګو لرونکي پاسپورتونو د ویش مسئله واقعیت نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د حکومت ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د «افغانستان اسلامي جمهوریت» لوګو لرونکي پاسپورتونو د ویش لړۍ دریږي.

ښاغلي سمنګاني پر خپل ټویټر لیکلي دي چې هغه راپور چې ګواکې د تېر نظام پاسپورتونه چې د جمهوریت لوګو لري سر له سبا بندیږي هېڅ واقعیت نه لري.

شاوخوا یو ساعت وړاندې (افغانستان پر وخت غرمه یوه بجه) د شمشاد په نوم یو خصوصي تلویزون د پاسپورت رياست مسوولین په حواله راپور ورکړ چې د «افغانستان اسلامي جمهوریت» لوګو لرونکي پاسپورتونو د ویش لړۍ له نن ورځې وروسته دریږي او سر له سبا به د «افغانستان اسلامي امارت» پر لوګو جوړ شویو پاسپورتونو د ویش لړۍ له کابل پیلوي.

خو د دغه راپور تر خپرېدو وروسته (غرمې پر دوه بجو ۱۵ دقیقو) سمنګاني د پاسپورت د لوګو د تغیر اړوند راپورونه رد کړل.

د یادونې وړ ده چې د لړم پر ۲۴مه  د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د تخنیکي ستونزو له کبله یې د پاسپورت د ویش پروسه په کابل کې درولې ده.

خو تر هغه وروسته یو ځل بیا د پاسپورت ریاست اعلان وکړ چې په ځینو ولایتونو کې به د پاسپورت ویش پیلوي.

یاد ریاست ویلي وو چې د ولایتونو اوسیدونکي باید په خپلو ولایتونو کې پاسپورت لپاره عریضه ورکړي او کابل کې به یواځې د کابل اوسیدونکي پاسپورت اخیستلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

انشاالله زه به تر هغه وخت پاسپورټ نه اخلم تر څو دا د جمهوريت ناولى لفظ د پاسپورټ نه ورک سوى نه يى. انشاالله زما به د اسلامي امارت پاسپورټ وى.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx