
بهرنیو چارو وزارت په سعودي کې د افغانستان سفارت ته پنځه زره پاسپورتونه لیږلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چار وزارت وايي چې په سعودي کې د افغانستان سفارت ته پنځه زره جلده پاسپورتونه لیږلي دي او نورو هیوادونو ته به هم د اړتیا په صورت کې پاسپورتونه ولیږي.
د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست پر خپل رسمي فیسبوک پاڼې دغه خبر ورکړی دی.
یاد ریاست لیکلي دي: «نن د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر محترم مولوي صاحب امیر خان “متقي” په حُکم او د قونسلي چارو د رئیس محترم مولوي صاحب محمد شفیق “خطیب” په هڅو (۵۰۰۰) پنځه زره جلده پاسپورټونه په سعودي عربستان کې د افغانستان لوي سفارت ته ولېږل شول.»
یاد ریاست ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت رهبري هڅه کوي چې د نړۍ په کچه د مسافرو افغانانو ستونزو ته پوره رسیده ګي وکړي او په کور دننه او بهر د ټولو هېوادوالو ستونزې حل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست په همکارۍ به په نږدې راتلونکې کې د سعودي عربستان په شمول د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د اړتیا په صورت کې په تدریجي ډول د پاسپورټونو د لېږلو بهیر پیل کړي.