ورزش

د هند او نيوزيلاند ترمنځ ټيسټ له جالبې لوبې وروسته مساوي شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د هند او نيوزيلاند ترمنځ لومړی ټيسټ د يوې جالبې لوبې وروسته مساوي پای ته ورسېد.

ددې ټيسټ لوبې په وروستۍ ورځ نيوزيلند توپ وهنه کوله، چې د ګټلو او مساوي کولو فرصت يې په لاس کې درلود.

د کين ويليمسن لوبډلې په زړه پورې پېل وکړ خو وروسته يې پرلپسې ووکټې له لاسه ورکړې او په وروستيو کې بايلات ته نږدې شوي وو، چې وروستي دوه لوبغاړو ۹ اورونه پرته له ويکټې ورکولو ولوبول او لوبه د خرابې رڼا له کبله مساوي پای ته ورسېدله.

د هند په کانپور کې د نيوزيلند پر وړاندې ټيسټ کې لومړی توپ وهنه کوربه لوبډلې وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو يې ۳۴۵ کنډې وکړې. ددوی له لوري شرياس آير چې لومړی ټيسټ يې و غوره سليزه ووهله او ۱۰۵ منډې وکړې.

په ځواب کې نيوزيلند ښه پېل وکړ، خو منځني او وروستي توپ وهونکي يې ناکام شول او د هند په ځواب کې يې په ټولو ويکټو ۲۹۶ منډې وکړې.

هند دويم ځل لوبه پېل کړه چې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو يې ۲۳۴ منډې وکړې او د څلورمې ورځې په وروستيو شېبو کې يې نيوزيلند ته د لوبې بلنه ورکړه چې په لنډ وخت کې يې د نيوزيلند مهمه ويکټه وسوځوله.

هند نيوزيلند ته د وروستۍ ورځې لپاره د ۲۸۴ منډو هدف ټاکلی و چې نيوزيلند سره د لوبې ګټلو او مساوي کولو فرصت په لاس کې و، خو دوی ونشو کړای بريا خپله کړي خو لوبه يې هم په سختو شېبو کې مساوي کړه.

ددوی له لوري په وروستيو شېبو کې راوي چاندرن په ۹۱ توپونو يوازې ۱۸ منډې وکړې او د هند سوکه توپ اچونکو دفاع يې وکړه او نيوزيلند يې له ماتې وژغوره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x